د فلسطیني بندیانو پانسي کول فاشیسټي اقدام دی
العهد خبري سایټ راپور ورکړی د فلسطین د فتح غورځنګ ویاند منذر الحایک ټینګار وکړ؛ د فلسطیني بندیانو د اعدام د قانون تصویبیدل یو جنایتکارانه او فاشیسټي اقدام دی.
عبري ژبې سرچینو پرون د صهیونیسټ ضد عملیاتو د مجریانو د اعدام د قانون له مسودې سره د اسرائیلو رژیم د پارلمان کنسټ د لومړۍ موافقې خبر ورکړ.
د فلسطین د فتح غورځنګ ویاند منذر الحایک دغه مسودې ته په غبرګون کښې وویل د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، د کورنیو چارو د وزیر ایتامار بن ګویر او د سرزروي مالیې وزیر بتسلئیل سموتریچ په مشرۍ د صهیونیسټ رژیم د فاشیسټي کابینې لخوا د دغه قانون تصویبیدل یو فاشیسټي او جنایتکارانه اقدام دی کوم چې د نیواکګر رژیمو په زندانونو کښې زمونږ د اتلو بندیانو پرضد د دغه رژیم د جنایتکارانه فیصلو او د اقداماتو په فهرست کښې ورزیاتیږي.
د فلسطین حماس غورځنګ هم د فلسطیني بندیانو د اعدام د قانون د مسودې تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه اقدام د فلسطینیانو د منظمو وژلو د قانوني کولو په لړ کښې ترسره شوی دی.
د اسرائیلو پارلمان دغه راز په مقدماتي ډول داسې مسوده تصویب کړه چې د خپلو دندو په ترسره کولو کښې د ناکامه کیدا په دلیل د لومړي وزیر نتانیاهو د څنګ ته کولو مخه نیسي.