د صهیونیست رژیم مشر:
اسرائیل د پاشلتیا په لور روان دی
د صهیونیستي رژیم مشر ویلي چي اسرائیل د پاشلتیا یوې نه استنېدونکې مرحلې ته ورنیږدې شوی دی.
د نتانیاهو په مشری د اسرائیل د رژیم کابینه په عدلي او قضایي قانون کې د بدلون پرېکړه کړې چي دا موضوع د واکمن ګوند او د اپوزیسیون تر مینځ د ژورو اختلافاتو او پراخو مظاهرو سبب ګرځېدلې ده.
د المیادین له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم رئیس «اسحاق هرتزوګ» تېره ورځ په نیواکي ټاټوبو کې پراخو مظاهرو ته په اشارې سره، ویلي: اسرائیل د پاشلتیا د یوې نه استنېدونکې مرحلې په درشل کې دی، په قضایي قانون کې د بدلون طرحه ناسمه ده او باید په بشپړه توګه لغوه شي او یوه داسي طرحه وړاندې شي چي ټولو لپاره د منلو وي.
هرتزوګ واکمن ګوند ته په خطاب کې زیاتوي: که موجوده لارو چارو ته دوام ورکړئ، له بلواو سره به مخامخ شئ او په دې صورت کې تاریخ به هیڅکله تاسي نه وبخښي.
د بلې خوا بیا د صهیونیست رژیم مخکنی لومړي وزیر یائیر لاپید د دې رژیم د تندلاری وزیر ایتامار بن ګویر څخه په نیوکې سره، ویلي: د نتانیاهو د کابینې د داخلي امنیت وزیر به د اسرائیل ټولنه له پاشلتیا سره مخ کړي.
د دې رژیم د جنګ مخکنی وزیر بني ګانتس هم له نتانیاهو څخه غوښتنه کړې وه چي ایتامار بن ګویر دې له خپلې کابینې څخه لیري کړي ځکه چي هغه د فوځي قومندانانو په لیري کولو لاس پوري کړی دی.
بن ګویر تیره ورځ د تل ابیب د پولیسو مشر له دندې ګوښه کړ، که څه هم په ظاهره کې د تل ابیب د پولیسو مشر د مظاهرو په کنټرولولو کې د بې وسئ په تور لیري شوی دی لیکن د لیري کېدو اصلي دلیل بن ګویر سره، د هغه مخالفت دی.