د لویدیځې اسیا بدلونه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129318-د_لویدیځې_اسیا_بدلونه
د صیهونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر نفتالی بنت د ایران او عربستان د موافقې په غبرګون کی وویل د ایران او عربستان ترمینځ د اړیکو احیا د اسراییلو لپاره یو خطرناک او نوی بدلون دی او د ایران د ډیپلوماتیک بریالیتوب ښودنه کوی .
(last modified 2023-03-13T02:19:08+00:00 )
Mar 11, 2023 11:05 Asia/Kabul
  • د لویدیځې اسیا بدلونه

د صیهونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر نفتالی بنت د ایران او عربستان د موافقې په غبرګون کی وویل د ایران او عربستان ترمینځ د اړیکو احیا د اسراییلو لپاره یو خطرناک او نوی بدلون دی او د ایران د ډیپلوماتیک بریالیتوب ښودنه کوی .

 

له یوي خوا دهغه څه پرضد چی د نتایناهو دولت یې قضایی اصلاحات بولي داخلی اعتراضونه دوام لری ، له بلې خوا تاوتریخوالی ته د دغو اعتراضونو غځیدل دوام لری .

په سلګونو اسراییلیانو د زیارت په ورځ د نیواکی فلسطین په ځینو ښارونو کې مظاهرې وکړې . مظاهرچیان کوشش کوی چی ایټالیا ته د نتانیاهو د سفر خنډ شي . مظاهرچیانو ټولې لارې تړلی او په کار ځایونو کې یې موقته کاربندیز کړی دی . هغو د اورګادیو د خدمت رسولود بندولو په ترڅ کې د لوړ رتبه دولتی چارواکو د کورونو په وړاندی غونډه جوړه کړی ده .

د صیهونیسټ رژیم پولیسو هوایی ډګر ته تلونکی لارې  په کانټیرو سره تړلی تر څو معترضان هوایی ډګر په لور ولاړ نشی او نتایاهو مجبوره شو له خپلې میرمنې سره په هیلی کاپټر کې ایټالیا ته د سفر لپاره بن ګورویون هوایی ډګر ته ولاړ شی . همداراز د اعتراضونو دوام او زیاتیدا سبب شوه دفاع وزیر نیواکی فلسطین ته خپل سفر په ځند سره پیل کړي .

د نتانیاهو د کابینې مخالفانو د قضایی اصلاحاتو طرحه قضایی کودتا بللی ده ، په داسې حال کی چی نتانیاهو ترې دفاع کړی ده او ویلی یې دي د هغه هدف د دریو قواو ترمینځ د انډول ستنول دي .

که د حقوقی نظام اصلاح د نوی دولت د خوښې په مطابق ترسره شی د پارلیمان استازی د اکثریت په رایو سره د خپلو مصوبو پرضد د سترې محکمې هر حکم رد کړی .

مخالفان په دې باور دي چی د واکمن ایتلاف د وړاندیزې اصلاحاتو اصلی هدف په هغو  دریو دوسیوکې د فساد له تورونو د نتانیاهو بری کول دي چی هغه پرضد خلاصې دي . اپوزیشن باوری دی د دغه طرحې هدف د یوه خپلواکه نظام په توګه د قضاییه قوې رول ته د پای ټکی کیښودل دي .

له بل پلوه د نتانیاهو د نوی دولت له لوری د ځپلو او ترور سیاست دوام چی په مشخصه توګه د داخلی امنیت د وزیر ایتمار بن غویر او مالیې وزیر بزالل اسموتریچ په شان د څیرو له لوری هدایت او مدیریت کیږی ، سبب شوچی فلسطینی ځوانان هم خپلې حملې د تل ابیب زړه ته وغځوی .

لومړی د صیهونیسټ رژیم ځانګړو ځواکونو د جنین په جنوب کې  د جیع ښارګوټی په دروازه کې د فلسطینی ځوانانو په ګاډی په ډزو کې درې فلسطینان شهیدان کړل . په جیع کې د دغو دریو فلسطینانو په شهادت سره له ۲۰۲۳ کال له لومړیو د شهید شویو فلسطینانو شمیر د ۱۳ ماشومانو او یوې میرمنې په شمول ۷۷ کسانو ته ورسید . همداراز اسراییلی ښارګوټو د شورو په ورځ د لویدیځې غاړې د جنوب په الخلیل کې د فلسطینیانو په کورونو د اسراییلی عسکرو په مخ کې حمله وکړه او د هغو په کورونو یې کاڼی وویشتل .

د دغو جنایتونو په ځواب کې دوه فلسطینی ځوانان له څو امنیتی خنډونو په تیریدا سره په تل ابیب کې وسله وال عملیات وکړل . دغه عملیات د فلسطین د مقاومت ډلو او خلکو له هرکلی سره مخامخ شول . حماس اعلان وکړ د رام ا... په لویدیځ کې له نعلین ښارګي ازاد شوی بندی ۲۳ کلن شهید قسامی المعتز با.. صلاح الخواجا د زیارت ورځې په مازیګر د تل لابیب په مرکز کې د دیزنګوف په واټ کې ډزې وکړې چی د نیواکګر د جنایتونو غبرګون دی . د حماس ویندوی حازم قاسم وویل دغه عملیات د جنین د وژلې او جیع ښارګوټی کې ترور ته طبیعی غبرګون په چوکاټ کی ترسره شول . د فلسطین جهاد اسلامی هم وویل په تل ابیب کې شهادت غواړی عملیاتو د صیهونیسټ رژیم امنیتی سیسټم تباه کړ او هغه ته یې ژور ګوزار ورکړی دی .

د فلسطین د مقاومت کمیټیو هم د دغو اتلواله عملیاتو د مبارکی ویلو په ترڅ کې  هغه د صیهونیسټ رژیم پوځی او امنیتی نظام باندې یو نوې ګوزار او د صیهونیسټ رژیم دموجودیت د ماتیدا ښودنه کوی . د دغې کمیتۍد اطلاع رسونې دفتر وویل دغه عملیات د فلسطیمی ولس پرضد د نیواکګرانو جنایتونو ته طبیعی غبرګون دی . باید د صیهونیسټ رژیم له فاشیزم او افراطی دولت له هرې ورځې نسل ختمونې جنایتونو او د دغو جنایتکارو قتلانو کنټرولولو سره د پیاوړیو عملیاتو په ترسره کولو سره مقابله وشی .

په عین حال کې د لبنان د حزب ا... عمومي منشی سید حسن نصر ا... د شوروپه شپه په بیروت کې د اسلامي او عربی هیوادوتنو د رسندیو ، سیاسی او فکری شخصیتونو له دوه سوه کسانو سره په ځانګړی غونډه کې وویل که څه هم دښمن کوشش کوی په شناختی جنګ سره د نویو نسلونو ذهن د موجودو حقیقتونو په نسبت له ادراکی ګډوډی سره مخامخ کړی ، خو اصلی نښته د فلسطین د ازادۍ لپاره جنګ دی . مونږه د دغې نښتې لپاره کاملا چمتو یو او د صفر وخت په تمه یو . سید حسن نصر ا...ټینګار وکړ له هفو چیلنجونو سره سره چی نن ورسره د مقاومت چورلیز مخامخ دی ، خو له کوټلی او پیاوړی شوی دی او په کلکه اراده د صیهونیسټ رژیم له هر ډول ستر تیری سره چی سیمه هدف ګرځوی ، چمتو دی .

شاید ویلی شو صیهونیسټ رژیم ته ډیرسخت او دردناک ګوزار د عربستان او ایران د موافقې او په دو میاشتو کې د سفارتونو خلاصول وو . دغه موافقه د صیهونیسټ رژیم د چارواکو له غوسې او نیوکو سره مخامخ شوه  او په عین حال کی د نتانیاهو مخالفاتوپه لاس یې نیولی موضوع ورکړی ده تر څو د هغه بهرنی سیاست تر پوښتنې لاندې راولی .

د صیهونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر نفتالی بنت د ایران او عربستان د موافقې په غبرګون کی وویل د ایران او عربستان ترمینځ د اړیکو احیا د اسراییلو لپاره یو خطرناک او نوی بدلون دی او د ایران د ډیپلوماتیک بریالیتوب ښودنه کوی . هغه د ایران او عربستان موافقه د ایران پرضد د دفاعی دیوال د جوړولو لپاره د اسراییلو په هلوځلو کې بشپړه ماته وبلله .

خو په مقابل کې د ایران او عربستان د موافقې خبر د ډیرو اسلامی او عربی هیوادونو په شان د مختلفو فلسطینی ډلو له هرکلی سره مخامخ شوی دی .

د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو خارجه وزارت په یوه بیانیه کی د ایران او عربستان له موافقې د هرکلی په ترڅ کې  وویل دغه موافقه د سیمې د هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا ، امنیت او ثبات سبب کیږی . د فلسطین کورواکه تشکیلاتو ټینګار وکړ چی دغه موافقه د سیمې د مشکلاتو او کړکیچونو په حل کولوکې ونډه درلودلی شی او له سیمې د جنګ ویره لیرې کولې شی .

د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر غړی خلیل الحیه هم وویل دغه موافقه د عربی او اسلامی هیوادونو ترمینځ د تفاهم ، د امنیت پیاوړتیا او د امت د اتحاد په لړ کی مهم ګام دی . الحیه ټینګار وکړ دغه چاره د فلسطین د مسلې او د نیواکګر رژیم په وړاندی له مقاومت د ملاتړ په ګټه ده .

پای