په نیواکي فلسطین کې دتاؤتریخوالو زیاتیدا خطرناکې پائيلې لري
د اردن د خارجه وزارت ویندوي سنان المجالي دیوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټي رژيم د درستو یو اړخیزو اقداماتو د درولو او ددغو دوامدارو حملو په وړاندې د فلسطینیو ښارونو دساتنې په ضرورت ټينګار کړی دی.
د اردن خارجه وزارت په جنین ښار د صهیونیسټانو دحملې او د څلورو فلسطینیانو د شهیدولو په محکومولو سره په نیواکي فلسطین کې د تاؤتریخوالو د زیاتیدا په باب سخت خبرداری ورکړ.
د پنجشنبې په ورځې دقدس نیواکګر رژيم وحشي ډوله پوځ په جنین ښار او دلویدیځي غاړې په ځینو سیمو باندې په یرغل کې څلور فلسطینیان شهیدان او ۲۳نور ټپیان کړي دي .
ایرناخبری آژانس راپور راکړ، د اردن د خارجه وزارت ویندوي سنان المجالي دیوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټي رژيم د درستو یو اړخیزو اقداماتو د درولو او ددغو دوامدارو حملو په وړاندې د فلسطینیو ښارونو دساتنې په ضرورت ټينګار کړی دی.
المجالي په جنین ښار د وحشي صهیونیسټانو د پوځ یرغل محکوم کړی او ددغو حملو د سختو نتیجو په باب چې د لازیات تاؤتریخوالی او د حالاتو د د لاترینګلي کولو سبب کیږي ،سخت خبرداری ورکړ.
د فلسطین د مظلوم ولس حقوق څه دپاسه اویا کلونه کیږي ،چې د صهیونیسټي رژيم په وسیله چخڼي کیږي . د قدس نیواکګر رژيم په دغې مودې کې د فلسطینیانو په ضد بې شمیره ترټولو وحشي او ځيږ او غیر انساني جنایتونه کړي دي.