امریکا نه غواړي عراق کښې داعش ډله ختمه شي
المعلومه اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د عراق د الفتح ائتلاف یوه مشر عدی عبدالهادي وویل امریکا په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې د جرړه ایستلو غوښتونکي نه ده.
په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتي خوړلو سره سره د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د دغه ټروریسټي ډلې یوشمیر غړي شته کوم چې په تیت پرک ډول ترهګر بریدونه کوي.
د عراق د الفتح ائتلاف یوه مشر عدی عبدالهادي نن وویل د امریکا جاسوسۍ اداره سي ايي ای د داعش او د القاعده په شمول د نړیوالو سرزرو ډلو په جوړولو کښې لاس لري او دغه خبره د نړۍ عمومي افکارو ته معلومه ده او د امریکا د ځینو سیاستوالانو د خاطراتو دفتر او یادښتونه دغه حقیقت تائیدوي.
عبدالهادي وویل امریکا نه غواړي چې په عراق کښې داعش ډله په کلي ډول له مینځه لاړه شي او په همدې دلیل د سوریې په الهول کیمپ کښې د ترهګرو کسانو چې د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ښاریز دي ملاتړ کوي چې بیا هم په مناسب فرصت کښې د سیمې د بې ثباته کولو او د خپلو ګټو د تامینولو لپاره له دغو ټروریسټانو استفاده وکړي.
د عراق د الفتح ائتلاف مشر عدی عبدالهادي وویل امریکا له دریو لارو د داعش ډلې ملاتړ کوي یو پټ مالي ملاتړ، دوهمه دا چې ترهګرو ته د ضرورت وړ اطلاعات ورکول او دریمه دا چې له سوریې څخه عراق ته د دغو ترهګرو انتقالول او ځاې پرځاې کول دي.
هغه ټینګار وکړ چې امریکا په عراق کښې د ثبات د ټینګیدا غوښتونکي نه ده او له ترهګرۍ سره د مبارزې په هکله د واشنګټن ادعاګانې یوازې په کاغذ باندې د سیاهۍ تر حده دي او هیڅ حقیقت نلري.