کابل کي له (۱۰۰۰) بيوزلو کورنيو سره مرسته وشوه .
زمونږ خبریال وايي د ګلبهار په نوم يوه خيړيه بنسټ له (۱۰۰۰) بيوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .
محمد عمر ځواک د ګلبهار خيريه بنسټ د رسنيو مسوول او وياند رسنيو ته وويل حي په دغو توکو کي غوړي,وريجي,اوړه او (۴) ډوله نور خوراکي توکي شامل دي چي د روژي مبارکي مياشتي د راتلو په خاطر به په (۱۰۰۰) بيوزلو کورنيو باندي وويشل شي.
ښاغلي ځواک وويل چي د دغو توکو مجموعي لګښت څه د پاسه (۸) ميليونه افغانۍ اټکل شوی او د ګلبهار خيريه بنسټ له لوري ورکول کيږي.
نوموړي زياته کړه تر دي مهال یې په ننګرهار ,کونړ, لغمان او ځيني نورو ولايتونو کي له اړمنو کورنيو سره خپلي مرستي کړي او د مرستو لړۍ لا هم روانه ده .
بايد وويل شي چي د ګلبهار بنسټ تر دي مخکي هم له ډيرو کورنيو سره د خوراکي او سون توکو مرستي کړي او د وزګارو ځوانانو لپاره يې په کابل ولايت کي د کيک او کلچو يوه کارخونه هم جوړه کړي وه چي ډيرو کسانو ته يې د کار کولو زمينه برابره کړي ده