عربستان په مسجدالاقصی د صهیونیسټانو حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130300-عربستان_په_مسجدالاقصی_د_صهیونیسټانو_حمله_وغندله
د سعودي عربستان خارجه وزارت په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټي ښارګي میشتو یرغل وغنده
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 29, 2023 08:49 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د سعودي عربستان خارجه وزارت په مسجدالاقصی باندې د صهیونیسټي ښارګي میشتو یرغل وغنده

د صهیونیسټي رژیم پوځي ځواکونو په تیرو څو شپو کښې په چټي پلمو په مسجدالاقصی باندې حملې وکړې او د روژې په میاشت کښې په راز و نیاز اخته او  اعتکاف ته ناست یوشمیر فلسطینیان یې ونیول.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کښې وویل: مونږ د اسرائیلو د نیواکګرو ځواکونو په ملاتړ سره د مسجدالاقصی په انګړونو باندې د ښارګي میشتو برید غندو.

د عربستان د بهرنیو چارو وزارت په دغې بیانیې کښې زیاته کړه: د صهیونیسټو ښارګي میشتو یرغل د صلحې د ټینګښت لپاره هلې ځلې کمزورې کوي او د دیني مقدساتو په احترام کښې له نړیوالو اصولو او قوانینو سره مخالفت لري.