حزب الله غورځنګ د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په یوې بیانیې کښې د قدس په نړیوالې ورځې لاریونونو کښې د نړۍ د مسلمانانو د پراخ ګډون غوښتنه وکړه.
د لبنان د حزب الله غورځنګ دغه بیانیه په داسې حال کښې خپره شوي ده چې د دغه ګوند مشر حسن نصر الله هم په تیرې جمعې ورځې وینا کښې د الاقصی جومات او د بیت المقدس په دفاع کښې د سیمې د خلکو او د فلسطین د ولس د مبارزې د یوې برخې په توګه د قدس په نړیوالې ورځې لاریونونو کښې د خلکو د پراخ ګډون غوښتنه کړي وه.
د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعه او د قدس نړیواله ورځ د اسلام د دښمانانو د زیات غوښتنو په مقابل کښې د ټولې نړۍ د مسلمانانو د یوزړه توب او د وحدت د ورایښت او له ظلم او ستم سره د مقابلې ورځ ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه چې د اسلام یو مهم شخصیت دی د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعه د قدس نړیواله ورځ نومولي وه چې مسلمانان په دغه ورځ د فلسطین د مظلوم ملت دفاع وکړي او د ظلم پرضد پاڅیږي.