له شرافت ډکه سوله دوه طرفه بریالیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130934
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په سیمه کښې د سولې د رامینځته کیدا په هکله هیله څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ د عربستان او د یمن ترمینځ له شرافت ډکه صلح دوه طرفه بریالیتوب دی.
(last modified 2023-04-10T01:23:30+00:00 )
Apr 10, 2023 05:50 Asia/Kabul
  • له شرافت ډکه سوله دوه طرفه بریالیتوب دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي په سیمه کښې د سولې د رامینځته کیدا په هکله هیله څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ د عربستان او د یمن ترمینځ له شرافت ډکه صلح دوه طرفه بریالیتوب دی.

وړمه ورځ د سعودي عربستان یو پلاوی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت له چارواکو سره د کتنې لپاره صنعا ته رسیدلی دی.

دا د یمن پرضد د سعودي عربستان د جنګ له پیلولو وروسته پلازمینې صنعا ته د سعودي عربستان د یوه پلاوي لومړنی سفر ګڼل کیږي.

دغه راز د عمان هیواد یو پلاوی هم د سعودي عربستان او د یمن ترمینځ د مینځګړیتوب کولو لپاره پرون صنعا ته رسیدلی.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د سیاسي دفتر غړي محمد البخیتي پرون وویل اوس زر دی چې په پریکنده توګه د صنعا د خبرو اترو د بریالیتوب په هکله څه ووایو خو روښانه ده چې په سیمه کښې د سولې فضا رامینځته شوي ده او دغه چاره د امید او د خوشبینۍ سبب ده.

هغه وویل پیښې باید هیرې نکړو چې کړاونه او مشکلات یوځل بیا تکرار شي.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د مرکچي پلاوي مشر محمد البخیتي صنعا ته د سعودي عربستان او د عمان د دوو پلاویو د ورتلو په وخت ویلي وو له یمن څخه د خارجي عسکرو وتل، یمن ته د تاوانونو ورکول او بیا رغونه د یمن عادلانه غوښتنې دي.