اسرائیل په غزې تړانګې باندې د برید توان نلري
المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزي شورا غړي حسن البغدادي د مسلمانانو د مسائیلو او د اسلامي سپیڅلتیاو د دفاع لپاره د کوټلتیا پرضرورت ټینګار وکړ.
هغه وویل الاقصی جومات او د فلسطین مسله یوازې د فلسطین په ټولنې پورې اړه نلري.
شیخ البغدادي ټینګار وکړ د فلسطین د بې دفاع لمونځ ګزارو پرضد د بزدلو صهیونیسټانو د څاروي ډوله او د نه توجیه وړ تیریو د مسلمانانو احساسات داغي کړي دي.
د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ البغدادي د خپل هیواد د کورني حالت په هکله هم په هغو چارواکو باندې چې یوازې د خپل ځان په فکر کښې دي او د هیواد ثبات او د خلکو کړاو ته اهمیت نه ورکوي نیوکې سره وویل دغه کسان یوازې د امریکا د رضایت د جلبولو او له کینې او نفرت څخه د ډکو پروګرامونو د اجرا کولو کوشش کوي.