د اسرائیلو رژیم څلویښت فلسطینیان ژوبل کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو باندې حملو سره څه د پاسه څلویښت فلسطینیان ژوبل کړل.
د صهیونیسټ رژیم پوځیان او ښارګي میشته صهیونیسټان هره ورځ په بیلابیلو پلمو سره د فلسطین مظلوم خلک شهیدان کوي ، ژوبلوي او نیسي.
د فلسطین د اطلاعاتو مرکز وویل د فلسطینیانو په ځمکو کښې د قدس د نیواکګر رژیم د ښارګیو د جوړولو په دوام باندې اعتراض کښې د نابلس او د قلقیلیا په شمول د لویدیځې غاړې د بیلابیلو کلیو او ښارونو وسیدونکو فلسطینیانو مظاهرې وکړې.
صهیونیسټ نیواکګرانو هم په ډزو او اوښلن ګازونو شیندلو سره فلسطیني مظاهره چیان وځپل چې له کبله یې څه د پاسه څلویښت فلسطینیان ژوبل شول.
صهیونیسټ رژیم د فلسطینیانو د کورونو په ړنګو او د صهیونیسټانو لپاره د ښارګیو په جوړولو سره د فلسطیني سیمو د جغرافیايي جوړښت د بدلولو او دغو سیمو ته د صهیونیسټي څيرې د ورکولو هڅه کوي چې په فلسطیني سیمو باندې خپلې سلطې تثبیت کړي.