د ایران او د عربستان موافقه له زړورتیا ډکه وه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131574-د_ایران_او_د_عربستان_موافقه_له_زړورتیا_ډکه_وه
العهد خبري سایټ راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم دې ته په اشارې سره چې سیمه د ثبات په لور د حرکت په حال کښې ده وویل د ایران او د سعودي عربستان موافقه له زړورتیا ډکه وه.
(last modified 2023-04-19T22:17:54+00:00 )
Apr 20, 2023 01:17 Asia/Kabul
  • د ایران او د عربستان موافقه له زړورتیا ډکه وه

العهد خبري سایټ راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم دې ته په اشارې سره چې سیمه د ثبات په لور د حرکت په حال کښې ده وویل د ایران او د سعودي عربستان موافقه له زړورتیا ډکه وه.

هغه وویل د هغه څه په سر کښې چې په سیمه کښې رامینځته شول د ایران او د سعودي عربستان ترمینځه موافقه ده او دغه موافقه یو خوب و خو هغه وشوه ځکه چې تهران او ریاض یوه زړوره فیصله وکړه او د خپلو هیوادونو او د سیمې د سیاسي ثبات لپاره د قطبونو د تنظیمولو او له یوبل سره د ملګرتیا کولو غوښتونکي دي.

شیخ نعیم قاسم وویل ایا دغه ښه خبره نه ده په یوه هیواد (لبنان) کښې چې ژوند پکښې کوو له یوبل سره د تفاهم کولو او د اختلافاتو د حل کولو کتونکي ووسو؟ ځکه چې دغه هیواد له مونږ سره اړه لري او مونږ ټول پکښې ونډه لرو او زمونږ هیواد به د راتلونکو نسلونو لپاره د میراث په توګه پاتې شي.

د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ هغه څه چې د ایران او د سعودي عربستان په موافقې کښې وشول په سیمه کښې یې کړچار بدل کړ او اسرائیل دوباره د ټولو  حقیقي دښمن شو.