یمن کښې په ګڼې ګوڼې کښې نهه اویا کسان مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131578
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن په پلازمینې صنعا کښې په خلکو باندې د تاجرانو لخوا د پیسو د ویشل کیدا په وخت د ګڼې ګوڼې له کبله تراوسه نهه اویا کسان تر پښو لاندې کیدا سره مړه شوي دي او څه د پاسه سل نور ژوبل شوي دي.
(last modified 2023-04-20T00:55:21+00:00 )
Apr 20, 2023 05:22 Asia/Kabul
  • یمن کښې په ګڼې ګوڼې کښې نهه اویا کسان مړه شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن په پلازمینې صنعا کښې په خلکو باندې د تاجرانو لخوا د پیسو د ویشل کیدا په وخت د ګڼې ګوڼې له کبله تراوسه نهه اویا کسان تر پښو لاندې کیدا سره مړه شوي دي او څه د پاسه سل نور ژوبل شوي دي.

احتمال شته چې د مړو او د ژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شي.

د یمن د کورنیو چارو وزارت وویل مړي او ژوبل کسان ځايي روغتون ته وړل شوي دي او د پیسو ویشونکي کسان نیول شوي او تحقیقات روان دي.

دغه خواشینونکي پیښه نن هغه وخت رامینځته شوه کله چې د تاجرانو لخوا په بې وزله خلکو باندې پیسې ویشل کیدلې.