امریکا د یمن د جنګ د بندیدا مخه نیسي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط بیګا په دې خبرې سره چې امریکا هڅه کوي د یمن د سولې په بهیر کښې خنډ رامینځته کړي وویل واشنګټن نه غواړي چې په یمن کښې انساني مسائیل حل شي.
مهدي المشاط ټينګار وکړ امریکا نه غواړي چې په یمن کښې انسان دوستانه مسائیل ختم شي او دغه مسله د سعودي عربستان د حکومت او د سیمې په ګټه نه ده او ریاض باید د واشنګټن دباونو ته تسلیم نشي او غاړه ورته کې نه ږدي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط زیاته کړه د امریکا د دباونو په مقابل کښې د تسلیمیدا یوازنۍ بریا به ورانۍ او بې ثباتۍ وي.
سعودي عربستان د امریکا، متحده عربي اماراتو او د څو نورو عربو او اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره له دوه زره پینځلسم میلادي کال څخه د یمن پرضد پوځي تیریو او دغه راز له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی.
ملګروملتونو ویلي دي چې د دوه زره یویشتم میلادي کال تر پاې پورې د سعودي عربستان د ائتلاف په حملو کښې د یمن په لسګونو زره خلک وژل شوي او د دغه هیواد اقتصاد او بیخ بنایانو ته څه د پاسه یوسل شپږویشت میلیارډه ډالره تاوانونه رسولي او همدا اوس د یمن اتیا فیصده خلک بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.