د عربستان اقدامات به د خبرو اترو د پرمختګ سبب شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131676
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل له سعودي ائتلاف سره د خبرو په بهیر کښې هر ډول پرمختګ د ریاض لخوا له عملي اقداماتو سره اړه لري.
(last modified 2023-04-22T00:04:46+00:00 )
Apr 22, 2023 04:31 Asia/Kabul
  • د عربستان اقدامات به د خبرو اترو د پرمختګ سبب شي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل له سعودي ائتلاف سره د خبرو په بهیر کښې هر ډول پرمختګ د ریاض لخوا له عملي اقداماتو سره اړه لري.

هغه پرون وویل د سعودي عربستان ائتلاف باید په عملي اقداماتو سره په خبرو کښې د پرمختګ سبب شي.

محمد علي الحوثي بشر دوستانه غوښتنې په خبرو کښې د یمن د خلکو لومړیتوب وباله او ویې ویل د صنعا حکومت هغو خبرو اترو او سلامشورو ته چې په انساني حوزه کښې د سعودي عربستان له عملي ګامونو سره یوځاې نشي هیڅ اهمیت نه ورکوي.

د یمن د بندیانو د چارو د ملي خبرو کمیټۍ وړمه ورځ ویلي وو چې د انصار الله غورځنګ د مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي د حکم د اجرا په لړ کښې یې د سعودي عربستان د ائتلاف اوه اویا بندیان خوشي کړي دي چې پکښې په لسګونو بوډاګان او ناروغه کسان هم شامل دي.

ټاکل شوي ده چې د سعودي عربستان او د یمن ترمینځ د بندیانو د تبادلې د خبرو اترو دوهم پړاو له کوچني اختر وروسته وشي.