په عربستان باندې د یمن د اړوندوالي پړاو ختم شوی دی
المسیره ټيلي ویژن راپور ورکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا سلاکار محمد طاهر انعم خپلو دښمانانو ته په تاوان رسولو کښې د یمن قدرت ته په اشارې سره ټینګار وکړ سعودي عربستان باید پوه شي چې په ریاض باندې د یمن د اړوندوالي پړاو نور پاې ته رسیدلی دی.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د لوړې سیاسي شورا سلاکار محمد طاهر انعم وویل د سعودي عربستان چارواکي باید پوه شي چې یمن په دومره اندازه په خپل قدرت او خپل زړور مشر باور لري چې تیریګرو ته تاوان رسولی شي.
د یمن د جبهه التحریر ګوند مشر صالح بابل هم ټینګار وکړ سعودي عربستان تر هغه وخته چې د سولې په هکله عملي شواهد وړاندې نکړي نشي ثابتولای چې د سولې په لور حرکت کوي.
صالح صابل په دې خبرې سره چې سعودي عربستان د یمن ملت ته د تاوان د رسولو او د یمن پرضد د دسیسه کولو سیاست غوره کړی دی زیاته کړه د یمن حکومتي کارکونکو ته د معاشونو د ورکولو په لاره کښې د ریاض د خنډونو جوړول د دغه مسلې تر ټولو ساده ګواښ دی.