د مقاومتي چورلیزدقوماندانانو ترورته به پښمانه کونکی ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131946-د_مقاومتي_چورلیزدقوماندانانو_ترورته_به_پښمانه_کونکی_ځواب_ورکړو
جنایتکار صهونیسټي رژيم  چې په همداوروستیو کې د فلسطین دمقاومتي چورلیز له توغندوي عملیاتو سربداله شوی دی،او د دغو حملو دمخنیوي توان نه لري،یو ځل بیا ئې د ترور سیاست پخپلې ایجنډا کې شامل کړی  او په غزې تړانګې کې ئې د فلسطین د مقاومت د رهبرانو د ترور ګواښ ته مخه کړې ده .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Apr 27, 2023 05:29 Asia/Kabul
  • د مقاومتي چورلیزدقوماندانانو ترورته به پښمانه کونکی ځواب ورکړو

جنایتکار صهونیسټي رژيم  چې په همداوروستیو کې د فلسطین دمقاومتي چورلیز له توغندوي عملیاتو سربداله شوی دی،او د دغو حملو دمخنیوي توان نه لري،یو ځل بیا ئې د ترور سیاست پخپلې ایجنډا کې شامل کړی  او په غزې تړانګې کې ئې د فلسطین د مقاومت د رهبرانو د ترور ګواښ ته مخه کړې ده .

 د صهیونیسټي رژيم  دپوځ په میداني ناکامیو پسې  د فلسطین د مقاومتي چورلیز د قوماندانانو دترور د سیاست   د وړاندې کولو لپاره  د صهیونیسټانو دوامدارو  ګواښونو پسېئ ، د فلسطین د  اسلامی جهاد غورځنګ د سیاسی دفتر مسئول  مقام ،  ددغه شان حماقت په بڼه کې د نیواکګر وحشي او جنایتکار رژيم ته د ځواب ورکولو لپاره ددغه غورځنګ او  د لبنان دحزب ا... غورځڼګ  دغږملتیا خبر و رکړ.

جنایتکار صهونیسټي رژيم  چې په   همداوروستیو کې  د فلسطین دمقاومتي چورلیز له توغندوي عملیاتو سربداله شوی دی ،  او د دغو حملو دمخنیوي توان نه لري،  یو ځل بیا ئې د ترور سیاست پخپلې ایجنډا کې شامل کړی  او په غزې تړانګې کې ئې  د فلسطین د مقاومت  د رهبرانو د ترور ګواښ ته مخه کړې ده .

ایرنا خبری آ ژانس  راپور ورکړ،  دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د سیاسی دفتر یو ه مسئول مقام  ولید القططي  په دې باب ووئيلب،  مقاومت  د احتمالی ترورونو  ته د ځواب لپاره ټاکنې  لري او د  نیواکګر او وحشي رژيم په مقابل کې سره متحد دی.

 القططي ددې خبرې په کولو سره چې  اوس مقاومت له تیرو وختونو سره  فرق لري ، ټينګار وکړ، د نتن یاهو په نمایندګۍ  داسرائيلیانو حماقت  سبب کیږي،چې  هغه واقعیّت ونه ویني.

له دې مخکې هم فلسطینيو  سرچینو  په غزې تړانګې کې د مقاومتي ځواک بشپړ چمتووالي  ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، چې د صهیونیسټي رژيم  لپاره او د  هراړخیز مقاومت  د رهبرانو د ترور سیاست ته د مبارزانو ځواب به ډیر دردناک وي.

د فلسطین ځينو سرچینو  اعلان کړی ، چې په غزې تړانګې کې د فلسطین د مقاومت ټوله پوځي څانګې په بشپړ ډول تیارسۍ شوي دي،ځکه  نیواکګر رژيم  ممکنه ده ، د فلسطین د رهبرانو په ضد د ترور عملیات  کړي.

 د فلسطین  دمقاومتي چورلیز ډلې  همداراز دغه تفاهم ته رسیدلي دي چې   هرډول صهیونیسټي  عملیاتو ته ځ واب باید غږمله او دردناک او غاښ ماتونکی وي.