باب المندب کښې د امریکې شتون د سیمې لپاره ګواښ دی
Apr 30, 2023 02:55 Asia/Kabul
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړی: مونږ عادلانه صلحې ته د رسیدو لپاره د عمان په هلوځلو کښې د پرمختګ او کامیابۍ هیله لر
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي په یوه وینا کښې د تپلي جنګ د ختمیدو او د صلحې د ټینګښت په موخه د عمان د مینځګړیتوب او هلوځلو په هکله د هیلې په څرګندولو سره، د خپل هیواد خلاف د لویدیځ د استعماري دسیسو او په ټولې سیمې یې د اغیزې په هکله خبرداری ورکړ.
د المیادین چینل د خبر له مخې، علي القحوم پرون وویل: مونږ عادلانه صلحې ته د رسیدو لپاره د عمان په هلوځلو کښې د پرمختګ او کامیابۍ هیله لرو.
هغه زیاته کړه: عربستان باید د امریکې تر سیوري ووځي او د لویدیځ دباؤنه مات کړي چې تل د یمن د محاصري او ورباندې د تیریدو د دوام سبب کیږي.
ټیګونه