د یمن او د عربستان او اماراتو بندیان تبادله کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132406
المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې په حکومت کښې د بندیانو د ملي کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی وویل ټاکل شوي ده چې په راتلونکي پړاو کښې د یمن او د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د ائتلاف څوارلس سوه بندیان خوشي شي.
(last modified 2023-05-06T00:32:18+00:00 )
May 06, 2023 04:59 Asia/Kabul
  • د یمن او د عربستان او اماراتو بندیان تبادله کیږي

المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې په حکومت کښې د بندیانو د ملي کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی وویل ټاکل شوي ده چې په راتلونکي پړاو کښې د یمن او د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د ائتلاف څوارلس سوه بندیان خوشي شي.

هغه وویل مونږ د بندیانو د تبادلې د لمن د پراخول په هکله د موافقې هرکلی کوو او زیاته یې کړه امریکا د بندیانو د دوسیې په هکله د خبرو اترو په هر پړاو کښې د هر ډول پرمختګ د ترلاسه کیدا مخنیوی کوي او هڅه کوي په دغه بهیر کښې خنډ رامینځته کړي.

د یمن د بندیانو د چارو د ملي کمیټۍ مشر عبدالقادر المرتضی شپږ ورځې مخکې هم ټینګار کړی و  یمن د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو له تیریګر ائتلاف سره د ټولو بندیانو تبادله کولو ته چمتو دی.

د امریکا ، د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د یمن پرضد د عربستان جنګ له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې دوام لري او دغه جنګ د یمن ملت ته ډیر تاوانونه او مرګ ژوبلې اړولي دي.

د یمن پرضد د عربستان جنګ د یمن په سلګونو زره خلک وژلي او د دغه هیواد اقتصاد ته یې په لسګونو میلیارډه ډالره تاوانونه هم رسولي دي.