مقاومت ډلو په صهیونیسټ رژیم خپل معادلات وروتپل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل د مقاومت ځواکونو په صهیونیسټي دښمن باندې د خپل د نظر وړ معادلات وروتپل.
د صهیونیسټ رژیم پوځ د مي د میاشتې په نهمه نیټه د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د ډهال او د غشي په نوم نوي پوځي عملیات پیل کړل چې پکښې تراوسه پینځه دیرش فلسطینیان شهیدان کړې شوي او کابو یوسل پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.
په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د تیریو په دوهمه ورځ د فلسطین د مقاومت ډلو ګډې کوټې هم د «تار الاحرار» یعني د پتیالیو د انتقام په نوم عملیات پیل کړل او په نیواکي سیمو باندې یې څه د پاسه زر راکټونه او توغندي ورویشتل.
د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل د فلسطین مقاومت ډلو د ګډو عملیاتو د کوټې له لارې د فلسطین د شهیدانو له وینې سره په خپلې ژمنې وفا وکړه او په صهیونیسټي دښمن یې د خپل د نظر وړ معادلات وروتپل.
حازم قاسم په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ دښمن جنایتونو ته به ځواب ورکړل شي وویل د فلسطین د ځواکونو د ګډو عملیاتو کوټې د پتیالیو د انتقام عملیات په میداني بدلونونو باندې څارنې سره په پرمختللي رودې سره مدیریت کړل.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي ابو شاهین هم له صهیونیسټي دښمن سره د اوربند موافقې ته په اشارې سره وویل د فلسطین مقاومت ډلې په اوربند ته پاې بندې وي په دې شرط چې دښمن هم د ملکي وګړو پرضد تیری ترسره نکړي.
بیګا سیمه ئیزو سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم او د فلسطین د مقاومت ډلو ترمینځ د اوربند موافقه پیل شوي ده.
له فلسطین څخه خبر رارسیدلی دی چې په غزې تړانګې او د فلسطین په کیمپونو کښې د پتیالیو د انتقال د غورځنګ په نوم په نیواکګرانو باندې د بریالیتوب جشن ترسره شوی دی.