مقاومت ډلو په صهیونیسټ رژیم خپل معادلات وروتپل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132844-مقاومت_ډلو_په_صهیونیسټ_رژیم_خپل_معادلات_وروتپل
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل د مقاومت ځواکونو په صهیونیسټي دښمن باندې د خپل د نظر وړ معادلات وروتپل.
(last modified 2023-05-14T06:31:44+00:00 )
May 14, 2023 07:40 Asia/Kabul
  • مقاومت ډلو په صهیونیسټ رژیم خپل معادلات وروتپل

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل د مقاومت ځواکونو په صهیونیسټي دښمن باندې د خپل د نظر وړ معادلات وروتپل.

د صهیونیسټ رژیم پوځ د مي د میاشتې په نهمه نیټه د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د ډهال او د غشي په نوم نوي پوځي عملیات پیل کړل چې پکښې تراوسه پینځه دیرش فلسطینیان شهیدان کړې شوي او کابو یوسل پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.

په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د تیریو په دوهمه ورځ د فلسطین د مقاومت ډلو  ګډې  کوټې هم د «تار الاحرار» یعني د پتیالیو د انتقام په نوم عملیات پیل کړل او په نیواکي سیمو باندې یې څه د پاسه زر راکټونه او توغندي ورویشتل.

د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل د فلسطین مقاومت ډلو د ګډو عملیاتو د کوټې له لارې د فلسطین د شهیدانو له وینې سره په خپلې ژمنې وفا وکړه او په صهیونیسټي دښمن یې د خپل د نظر وړ معادلات وروتپل.

حازم قاسم په دې خبرې سره چې د صهیونیسټ دښمن جنایتونو ته به ځواب ورکړل شي وویل  د فلسطین د ځواکونو د ګډو عملیاتو کوټې د پتیالیو د انتقام عملیات په میداني بدلونونو باندې څارنې سره په پرمختللي رودې سره مدیریت کړل.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي ابو شاهین هم له صهیونیسټي دښمن سره د اوربند موافقې ته په اشارې سره وویل د فلسطین مقاومت ډلې په اوربند ته پاې بندې وي په دې شرط چې دښمن هم د ملکي وګړو پرضد تیری ترسره نکړي.

بیګا سیمه ئیزو سرچینو وویل چې د صهیونیسټ رژيم او د فلسطین د مقاومت ډلو ترمینځ د اوربند موافقه پیل شوي ده.

له فلسطین څخه خبر رارسیدلی دی چې په غزې تړانګې او د فلسطین په کیمپونو کښې د پتیالیو د انتقال د غورځنګ په نوم په نیواکګرانو باندې د بریالیتوب جشن  ترسره شوی دی.