په یمن باندې تیریګر هیوادونه  سولې ته هیڅ ګروهنه نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133134
د عربی اتحادئې دوه دیرشمې سرمشریزې چې د جمعې په ورځې د عربستان په جدې کې ترسره شوه ، دیوې اعلامیې په صادرولو سره خپل کار پای ته ورسوۀ.
(last modified 2023-05-20T07:13:26+00:00 )
May 20, 2023 11:39 Asia/Kabul
  • په یمن باندې تیریګر هیوادونه  سولې ته هیڅ ګروهنه نه لری

د عربی اتحادئې دوه دیرشمې سرمشریزې چې د جمعې په ورځې د عربستان په جدې کې ترسره شوه ، دیوې اعلامیې په صادرولو سره خپل کار پای ته ورسوۀ.

د یمن د لوړې سیاسی شورا مسئول مقام  محمد علی الحوثي په جده  کط دعربی اتحادئې د مشرانو د اعلامیې په  غبرګون  کې ووئيل،  دغه اعلامیه دیمن په باب هیڅ نوی شی نه لری او  ددغه هیواد دبحران حل کولو ته د تیریګرو هیوادونو د ګروهنې دنه  درلودلو  ښودنه کوي.

د عربی اتحادئې دوه دیرشمې سرمشریزې چې د جمعې په ورځې د عربستان په جدې کې ترسره شوه ، دیوې اعلامیې په صادرولو سره خپل کار پای ته ورسوۀ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د محمد علی الحوثي پخپل یو ه ټولینز پیغام کې ولیکل ، د عربی اتحادئې د مشرانو اعلامیې واقعیّت  نه دي روښانه کړی  او  دعربی  امت رهبری نه تائيدوي.

الحوثي زیاته کړه ، که  یو حقیقت پال اقدام ترسره کیدلی ، نو دعربانو سرمشریزه به ،د عربی اتحادئې د غړو هیوادونو په وسیله له وسلوالو ډلوټپلو څخه د ملاتړ د بودجو د ځنډولو، له فلسطینیو مبارزو  لورو سره ددرستو ملاتړو نو د ترسره کیدا  او له هر هغه غړی هیواد سره  چې دغه فیصله  اجرا نه کړي،  د ټولو اقتصادي فعالیتونو او شتمنیو او  دټولو مراوداتو دتړل کیدا پشمول  د  لازمو مادو او صادرو شوو مادو باندې مشتملې موافقې سره لازم الاجر کیدله. د یمن د لوړې سیاسی شورا غړي دیمن په باب د عربی اتحادئې د مشرانو په اعلامیې کې  مطرح شوي موردونه  هم منسوخ ورَستۀ شوي وبلل  او وې وئيل،دا  د بحران حل کولو ته دعربستان او تیریګرو هیوادونو د نه ګروهمنیدا  ښودنه کوي او دا چې  دوی سوله نه غواړي.