د جدې سرمشریزه دعربو هیوادونو له انسجام سره مرسته کوي
د سورئې ولسمشر بشار اسد د عربستان له ولی عهد سره په کتنې کې ټينګار و کړ،په جده ښار کې د عربانو د سرمشریزې مصوبې او اعلامیې د عربانو له لازیات انسجام سره مرسته کوي.
د عربی اتحادئې سرمشریه د جمعې په ورځ دعربستان په جده ښار کې ترسره شوه او له دولسو کلونو وروسته دلومړي ځل لپاره د سورئې ولسمشر بشار اسد په کې ګډون وکړ.
![](https://media.parstoday.ir/image/4c3l66178fc41e2aiw5_800C450.jpg)
ایرنا خبری آژانس راپور راکړ، د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان او د سورئې له ولسمشر بشار اسد سره په جدې کې دعربانو دسرمشریزې ترڅنګ لیده کاته هم وکړل.
په دغې کتنې کې د عربستان او سورئې دوو هیوادونو ترمینځ د دوواړخیزو اړیکو او د عربانو په اړیکو کې مثبتې فضا ته په پام سره د عربانو په ډګر کې بدلونونه چې د هغو ګډو لیدتوګو په نسبت د ډله ایز کړچار ښودنه کوي چې د جدې په غونډې کې اوج ته ورسیدل، و ارزول و بحثونه پرې وشول.
بشار اسد په دغې کتنې کې دعربانو په نزدیکت کې او د هغې سیاسي فضا په رامینځةکونې کې د عربستان د هلو ځلو چې د خلکو ګټو ته درسیدا لپاره په عربو هیوادونو کې له ګډ اقدام سره مرسته کوي ،قدرونه وکړه او زیاته ئې کړه، دا مهمه ده چې د جدې سرمشریزه دعربانو له لازیات انسجام سره مرسته کوي.
بشار اسد او محمد بن سلمان همداراز د عربستان او سورئې ترمینځ د اړیکو پر بیرته ښه کیدا داسې چې د سیمې له ثبات څخه ملاتړ وکړي او دعربانو د ګډو اقداماتو سبب شي ،ټينګار و کړ.
![](https://media.parstoday.ir/image/4c3laa43d589f12aivd_800C450.jpg)