د اسرائیلو رژیم د راتلونکي په هکله ویره لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i133446-د_اسرائیلو_رژیم_د_راتلونکي_په_هکله_ویره_لري
العهد خبري اژانس راپور ورکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله یوه لوړرتبه مقام ابراهیم امین السید وویل صهیونیسټ رژیم د خپل راتلونکي په هکله ویره لري او د سیمې واقعیتونه او هغه رول چې مقاومت غورځنګ د سیمې د نن ورځې او د راتلونکي په طراحي کولو کښې لوبولی دی د اسرائیلو رژيم ویره نوره هم زیاتوي.
(last modified 2023-05-25T22:18:43+00:00 )
May 26, 2023 01:14 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم د راتلونکي په هکله ویره لري

العهد خبري اژانس راپور ورکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله یوه لوړرتبه مقام ابراهیم امین السید وویل صهیونیسټ رژیم د خپل راتلونکي په هکله ویره لري او د سیمې واقعیتونه او هغه رول چې مقاومت غورځنګ د سیمې د نن ورځې او د راتلونکي په طراحي کولو کښې لوبولی دی د اسرائیلو رژيم ویره نوره هم زیاتوي.

د لبنان د حزب الله د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید له مقاومت څخه ملاتړ د یوه انتخاب په نوم په یولسمې نړیوالې غونډې کښې وویل د سیمې برخلیک به  ماتي خوړلي کسان ونه ټاکي بلکې دا مقاومت دی چې د سیمې برخلیک ټاکي.

امین السید وویل صهیونیسټي دښمنان له څو دروازر لبنان ته ورنتوتل چې نوی مینځنی ختیځ جوړ کړي خو د دغه سیمې لبناني ځواکونه وتوانیدل د دښمانانو ټول پلانونه شنډ کړي.

د لبنان د حزب الله د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید په صهیونیسټ نیواکګرانو باندې د لبنان د بریالیتوب او د اسرائیلو رژیم له نیواک څخه د لبنان د جنوب د ازادولو د کلیزې په مبارکۍ ویلو سره ټینګار وکړ د مقاومت د جبهې د هڅو په مرستې سره همدا اوس صهیونیسټ رژیم په داسې حالت کښې ورغلی دی چې د خپل راتلونکي په هکله ویره لري.

د دوه زرم میلادي کال د مي د میاشتې په پینځویشتمه نیټه صهیونیسټ رژیم د لبنان له حزب الله اسلامي مقاومت څخه سخته ماتي وخوړله او په نتیجه کښې دغه رژیم د لبنان له جنوب څخه تښتیدا ته مجبوره شو او دغه راز په لبنان کښې د مقاومت او د لبنان د ازادیدا اختر نومول شوی دی.