د یمن انصار ا.... د درستو بندیانو مبادلې ته تیار دی
د سعودي ائيتلاف د پیّلو او ګوډاګیو وکړو په وسیله په مارب، تعز او عدن کې دیمن بې څوکه په سلګونو کسان تښتول شوي دي.
د یمن د ملی نجات حکومت د بندیانو د چارو دملی کمیټې مشر ووئیل، انصار ا... ولسی غورځنګ له مقابل لوري سره ددرستو بندیانو دمبادلې لپاره تیار دی، البته تیریګر په دې لارې کې خنډونه جوړوي.
المسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړی، د یمن د ملی نجات د حکومت د بندیانو دچارو دملی کمیټې مشر عبدالقادر المرتضی په یولړ څرګندونو کې ووئيل، ټاکل شوې وه، د صنعاء اوا مارب په زندانونو کې دبندیانو دلیدوکتو دبهیر له ختمیدا وروسته، د روان کال په مئ مینځ کې د خبرواترو نوی پړاؤ پیل شي ، خو مقابل لوری ددغه کار دترسره کیدا خنډ شوی دی.
المرتضی زیاته کړې ده ،له انصار ا... سره اړونده دیمن دبندیانو د چارو کمیټې د هغو بندیانو لیسټ چې له دغه غورځنګ سره دي، ملګروملتو ته وړاندې کړی دیڅو مقابل لوری هم ورته اقدام ترسره کړي،خو په دغې لارې کې د دوي دخنډ کیدا کتونکي یوو.هغه دې ته په اشارې سره چې ملګری ملتونه هم په مارب کې سعودي ائيتلاف دتالی حتو ددغو اقداماتو باندې غافلګیر شوي دي. ووئیل، د سعودي ائيتلاف د پیّلو او ګوډاګیو وکړو په وسیله په مارب، تعز او عدن کې دیمن بې څوکه په سلګونو کسان تښتول شوي دي.