امریکا ته د عراق د مقاومتي ډلو خبردارۍ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134914-امریکا_ته_د_عراق_د_مقاومتي_ډلو_خبردارۍ
په عراق کې د مقاومت د همږغیو کیمټې اعلان وکړ: د امریکا د یرغل د مخنیوی په موخه مقاومت د عراق د حکومت ضروري هلو ځلو ته وروستی فرصت ورکوي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 25, 2023 11:49 Asia/Kabul
  • امریکا ته د عراق د مقاومتي ډلو خبردارۍ

په عراق کې د مقاومت د همږغیو کیمټې اعلان وکړ: د امریکا د یرغل د مخنیوی په موخه مقاومت د عراق د حکومت ضروري هلو ځلو ته وروستی فرصت ورکوي.

د عراق نیواکګر ځواکونه له ۲۰۰۳ میلادي کال راپه دې خوا په عراق کې میشت شوي چي تر ټولو لویه اډه یې د عراق په لوېدیځ الانبار ښار کې ده. د عراق اکثره خلګ له خپل هیواده د امریکایي ترهګرو د وتلو غوښتونکي دي او د دې هیواد پارلمان هم د بهرنیو ځواکونو د وتلو طرحه تصویب کړه.

د العهد له راپور سره سم، د مقاومت د همږغیو کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، مقاومت لپاره د ولس ګټې او خلګو ته د خدماتو وړاندې کول لومړیتوب لري.  یادې کمیټې ټینګار وکړ چي روانو حساسو حالاتو ته په کتو سره، د مقاومټ د همږغیو کمیټې په عراق کې په امریکایي ځواکونو خپل فوځي عملیاتونه درولي دي، خو دا په عراق کې د امریکایي ځواکونو د غیرقانوني حضور له دوام سره، د موافقې په معنا نه ده.  د عراق مقاومت د دې په بیانولو چي مونږ د عراق په کورنیو چارو کې د امریکا لاسوهنې څېړو، ټینګار وکړ چي په عراق کې د امریکا د فوځي اډو، جنګي ځواکونو او د جاسوسۍ تیارې شتون،  او په بغداد کې د امریکا د سفارت له لورې د عراق د رسمونو، رواجونو او باورونو په خلاف د اخلاقي انحرافاتو خپراوی ته ځواب ورکول زمونږ شرعي او ملي دنده بلل کیږي.

یادې کمیټې یادونه وکړه چي مقاومت یو ځلې بیا د عراق دولت د امریکې د نیواک د مخنیوی لپاره فرصت ورکوي، خو ټوله باید پوه شي چي زمونږ حوصله هم تر یوه حده پورې وي، هر ډول عمل به له عکس العمل سبب شي.