د صهیونیسټي رژيم دغیرقانوني ښارګوټودجوړیدا دوام او ورسره مخالفتونه
صهیونیسټي رژيم د فلسطینیو ټاټوبو د نیولو د سټراټژۍ په دوام کې په لویدیځي غاړې کې د نورو پنځه زره شپږ سوه درویشت کورنو ښارګوټي جوړولو سره موافقه وکړه.
د اسرائيلو جعلی رژيم چې د انګلستان، امریکااو ملګروملتوپه ملاتړونو سره ئې فلسطیني ټاټوبي نیولي دي،ورځ تربلې دغه نیواکي جغرافیې زیاتوي او د فلسطینیانو د کورونو او مځکو په نیولو سره دوي له خبلو کورونو اوښارګیو وباسي اود کډه شوو صهیونیسټانو لپاره پکې نوي ښارګوټي او کورونه جوړوي.د اسرائيلو په وسیله په ۱۹۶۷ کال کې دقدس ښار او اردن سین لویدیځي غاړې له نیواک وروسته، په دغو سیمو کې څه دپاسه ۴۵۰صهیونیسټ میسټه ښارګوټي جوړ شوي دي چې په دغو ښارګوټو کې تر دې دمه کابو شپږ لکه پنځوس زره کډه شوي صهیونیسټان هستونک شوي دي . په همداوروستیو کې هم ددغه سیاست په دوام کې د صهیونیسټ رژيم له پوځ سره اړونده دبیارغونې او پلانونې عالی شورا په لویدیځي غاړې کې د یوه نوي غیرقانوني ښارګوټي له جوړولو سره موافقه کړې ده چې پنځه زره شپږ سوه درویشت کورونه به پکې وي.
د نوي ښارګوټي د کورونو دجوړولو لپاره فیصله ،په داسې حال کې ترسره کیږي، چې له دې مخکې ملګروملتو د ۲۰۱۶ په دسمبر کې د ۲۳۳۴پریکړه لیک په تصویبولو سره ښارګوټو جوړول محکوم کړي او ددغو ښارګوټو دجوړولو ددریدا غوښته ئې کړې ده . په همداوروستیو کې هم د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش په یوه راپور کې ، د صهیونیسټي رژيم کابینه د صهیونیسټي ښارګوټو سره د اړونده ټولو فعالیتونو د درولو غوښته کړې او وئيلي ئې دي د ختیځي قدس پشمول په لویدیځي غاړې کې ټول ښارګوټي غیر قانوني دي.
په عین حال کې،د آنتونیوګوتریش ددغه اقدام له محکومولو وروسته ، صهیونیسټي رژيم فیصله کړې ، پنځه زره شپږ سوه درویشت کور فلیټونه هم جوړ کړي . حتی هغو هیوادونو هم چې له صهیونیسټي رژيم سره ئې اړیکې عادي کړي دي ، هم ددغه وحشي رژيم اقدام محکوم کړی دی.د ترکیې دخارجه وزارت په یوې اعلامیې کې راغلي دي، روښانه ده،د ښارګوټو هغه غیر قانوني جوړونه چې د کال له پیله راپه دې خوا تر دې دمه له دیارلس زرو کورونو یا فلیټونو زیات شوي دي او نوی ریکارډ ئې ثبت کړی دی ، په جدي توګه د تل پاتې سولې بنیادونه کمزوري کوي. په دغې اعلامیې کې ټینګار شوی دی چې صهیونیسټي رژيم باید فورا دهغو ښارګوټو د جوړولو لپاره خپل پلانونه ودروي چې د فلسطینیانو حقوق چخڼي کوي.
داسې ښکاري ، دغیر قانوني ښارګوټو د جوړولو د سیاست پر دوام د صهیوینیسټي رژيم د ټینګار د دلیل درې عاملان دي . لومړی عامل ئې دا دی چې ښارګوټو جوړول د فلسطینیانو په وړاندې ددغه تیریګر او نیواکګر رژيم ترتولو مهمه سټراټژي ده .په ټولو پړاؤنو کې د قدس د نیواکګر رژيم مختلفو کابینو، د ښارګوټو جوړول تعقیب کړي او ترسره کړي ئې دي او په دغې لارې کې ئې د ملګروملتو د امنیت شورا پریکړه لیکونو ته بې پروائي کړې ده . . دوهم عامل هم د سترو قدرتونو له سیاست سره اړونده دی . امریکا او اروپائي قدرتونو که څه هم د ښارګوټو دجوړولو ددوام په باب ئې اندیښنه څرګنده کړې ده،خو تردې دمه ئې د صهیونیسټانو په وسیله ددغه جنایت د درولو لپاره هیح جدي اقدام نه دی کړی.په حقیقت کې دښارګوټو د جوړولو دوام دلویدیځي قدرتونو په شنې اشارې سره ترسره شوی دی.
دریم عامل هم په نیواکي ټاټوبو کې له اوسنیو شرائطو سره اړونده دی. بینیامین نتنیاهو او دهغه کابینه له ډيرو زیاتوداخلی دباؤنو سره مخامخ شوې ده او تر دې دمه تر ۲۵پرله پسې اونۍ د هغه او د هغه د کابینې په ضد د لکونو خلکو مظاهرې او اعتراضونه شوي دي. پر دې سربیره ، هغه جنګونه هم چې د نتن یاهو کابینه ئې د فلسطینیانو په ضد ترسره کوي، کومې خاص نتیجې نه دي درلودلي . پر دې اساس د وحشي صهیونیسټي رژيم لومړی وزیر بینامین نتن یاهو د تل ابیب پر امنیتی او پوځي ماتو د برغولی د کیښودلو او د خلکو دراضي کولو لپاره دنووو فلیټونو او ښارګوټو جوړولو سره موافقه کړې ده.