عربستان د یونیسکوپه ناستې کې صهیونیسټي پلاوي ته دګډون اجازت ورنکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135164-عربستان_د_یونیسکوپه_ناستې_کې_صهیونیسټي_پلاوي_ته_دګډون_اجازت_ورنکړ
عربستان هماغه شان دهرډول هغو اقداماتو په باب چې له اسرائيلو سره د اړیکو دعادي کولو لپاره لاره هواروي، په احتیاط سره چلند کوي.
(last modified 2023-07-01T21:41:22+00:00 )
Jul 01, 2023 10:19 Asia/Kabul
  • عربستان د یونیسکوپه ناستې کې صهیونیسټي پلاوي ته دګډون اجازت ورنکړ

عربستان هماغه شان دهرډول هغو اقداماتو په باب چې له اسرائيلو سره د اړیکو دعادي کولو لپاره لاره هواروي، په احتیاط سره چلند کوي.

سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ،سعودي عربستان د ملګروملتو د ښونیزو،علمي او کلتوري چارو ادارې (یونیسکو)په هغو ناستو کې صهیونیسټي استازو ته د  ګډون  اجازت ورنکړ  چې ټاکل شوې ده ، په ستمبر میاشت کې په ریاض کې ترسره شي. ددغه راپور په اساس، عربستان تر دې دمه هغه سند چې په ریاض کې د یو نیسکو د ستمبر د میاشتې په  غونډو کې د شتون اجازت ورکول کیږي، لاسلیک کړی نه دی.

ددغه راپور په اساس،لویدیځي ډيپلوماټان او د صهیونیسټ رژيم  لوړپوړو مسئولانو وئيلی دي ،عربستان ددغه سند د نه لاسلیک کیدا په باب په مشخص ډول صهیونیسټي رژيم ته اشاره نه ده کړې  ،خو دوي په ډاګه اعلان کړی دی چې اسرائيلي رژيم اصلي  مشکل دی.

په دغه راپور کې راغلي دي عربستان هماغه شان د هرډول هغو اقداماتو په باب  چې  له اسرائيلو سره  د اړیکو دعادي کولو لپاره  لاره هواروي، په احتیاط سره چلند کوي.

ددغه راپور په اساس  که عربستان  د نړیوال میراث د کمیټې په غونډو کې  د ګډون لپاره  په ریاض کې د اسرائيلي استازو  له شتون سره موافقه وکړي، نو دا لومړنی ځل دی چې  صهیونیسټي مسئولانو په رسمي او څرګنده بڼه  عربستان ته د واریدیدا اجازت ورکول کیږي. له دې مخکې ټاکل شوې ده  چې د یونیسکو د تیرکال غونډه په روسیې کې ترسره شي،خو له دغې پيښې بایکاټ سره په ارتباط کې ځينو غړو هیوادونو د ګواښ په دلیل سعودي عربستان دیونیسکو د غونډې کوربه شو.