د صهیونیسټي رژیم بیاځلي بریدونه او د فلسطینیانو مقاومت
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135320-د_صهیونیسټي_رژیم_بیاځلي_بریدونه_او_د_فلسطینیانو_مقاومت
د ایران پرس د راپور له مخې، د صهیونیسټي پوځیانو حملې پرون (دوشنبه) د جنین پر کمپ او په ښار کې پیل شوې او صهیونیسټانو کورونه او ودانۍ په بمونو الوزولي او کوڅې یې په پراخه توګه ویجاړې کړې دي.
(last modified 2023-07-04T06:28:21+00:00 )
Jul 04, 2023 10:55 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم بیاځلي بریدونه او د فلسطینیانو مقاومت

د ایران پرس د راپور له مخې، د صهیونیسټي پوځیانو حملې پرون (دوشنبه) د جنین پر کمپ او په ښار کې پیل شوې او صهیونیسټانو کورونه او ودانۍ په بمونو الوزولي او کوڅې یې په پراخه توګه ویجاړې کړې دي.

د صهیونیسټي پوځ ویاند هم په جنین ښار او کمپ کې د نږدې ۱۲۰ فلسطیني ځوانانو د نیولو خبر ورکړی.

د فلسطین د روغتیا وزارت په خپلو تازه احصائیو کې اعلان کړی چې د اردن سیند په لوېدیځه غاړه او د جنین په ښارګوټي کې، د صهیونیسټي پوځیانو د هوایي او ځمکني حملو په ترڅ کې، ۱۱ فلسطینیان شهیدان او سل نور ژوبل شوي، چې له دې جملې څخه د ۲۰ تنه فلسطینیانو حالت نازک ښودل شوی.

په جنین باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په ځواب کې، د فلسطین جنګیالیو په څو محورونو کې د صهیونیسټي نیواکګرو پوځیانو او پوځي تجهیزاتو په مرکزونو درنې حملې وکړې او د جنین کمپ ته یې دحملو مخه ونیوله .

د جنین کنډک په بیانیه کې زیاته کړې ده چې د صهیونیسټي رژیم څلورمه وړه الوتکه یې د جینین په خاوره کې ویشتلې ده.

ځینو رسنیو پرون او نن په جنین کې د صهیونیسټي رژیم د پوځي چورلکو د الوتنې او د دغه رژیم د پوځیانو د مړو او ټپیانو د انتقال انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.