امریکا او لویدیځ اوکراین ته دیوې آوزاري لوبتکې په څير ګوري.
د امریکا او لویدیځ په وړاندې پخپلو دریځونو د روسیې دباؤ او ټينګار،د څو قطبي نړۍ د زیږیدا ځيری دی او داهماغه شی دی چې هغه درست ملتونه او حکومتونه نړیوالو قوانینو ته د پابندۍ غوښتونکي دي چې د خپلو ملی ګټو او حاکمیّت او خپلواکۍ دفاع کوي.
د سورئې ولسمشر بشار اسد ددې خبرې په کولو سره چې ا مریکا او لویدیځ له اوکراین څخه خپلو موخو ته د رسیدا لپاره یوازې د یوه آ وزار په توګه ګوري ، ووئیل، په نړۍ کې موجوده سیاسی او قتصادي بحران د امریکا او لویدیځ جوړ او راپورته کړئ شوی ترینګلتیا ده .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ،د سورئې ولسمشر بشار اسد پرون د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي الیګذینډر لاورنتیو سره په کتنې کې په نړۍ کې د بۍ ثباتۍ او د روسیې د ځائيګي او دهغو د نړیوال شتون د کمولو په خاطر دغه بحران د امریکا او لویدیځ زیږنده چاره ده، البه په دغو هیوادونو کې ددغه بحران اجتماعي ، اقتصادي او معیشتي اغیې لاژورې شوي دي.
بشار اسد په دغې کتنې کې ووئیل،د امریکا او لویدیځ په وړاندې پخپلو دریځونو د روسیې دباؤ او ټينګار،د څو قطبي نړۍ د زیږیدا ځيری دی او داهماغه شی دی چې هغه درست ملتونه او حکومتونه نړیوالو قوانینو ته د پابندۍ غوښتونکي دي چې د خپلو ملی ګټو او حاکمیّت او خپلواکۍ دفاع کوي.
لاورنتیو هم په دغې کتنې کې د سوریاوالو کډوالو د مناسبې ستنیدا لپاره د روسیې اوسورئې دملګرتیاؤ ا و دسورئې ته د ثبات او ددغه هیواد د ملت دامنیت دزیاتیدا په خاطر له دغه هیواده د روسیې د ملاتړونو پر دوام ټينګار وکړ.هغه ووئیل،روسیه اوسوریه دسوریاوالو کډوالو د دوسیې انساني اړخ ته ا همیّت ورکوي او ددغې دوسیې دسیاسی کولو لپاره له هڅو سره سخت مخالف دي .
په دغې کتنې کې دواړو لورو د سورئې له خاورې د ترکیې دپوځیانو د و وتلو او سورئې ته د انساني مرستو د وړاندې کولو په موضوع هم خبرې وکړې.