له اسرائیلو پنځوس فیصده شرکتونه تښتیدلي دي
قدس پریس خبري اژانس راپور راکړی د یوې نظر سنجې نتیجې وايي په نیواکي ټاټوبي(اسرائیلو) کښې څه د پاسه پنځوس فیصده نوي شرکتونه له نیواکي فلسطین څخه خارج ته د خپلو پانګونو د انتقالولو په حال کښې دي.
د صهیونیسټ رژيم د ټیکنالوژۍ ارګان ته اړونده «اسټارټ اپ نیشن سنټرال» په یوې نظر سنجې کښې وویل په نیواکي فلسطین کښې اویا فیصده نوي شرکتونه له دغه سیمې خارج ته د خپلو پانګو د ځینو برخو د انتقالولو کوشش کوي ځکه چې په نیواکي ټاټوبو کښې د قضايي اصلاحاتو د جنجالي لایحې په تصویبیدا اندیښنه څرګندوي.
د دغو شرکتونو مشرانو ویلي دي د قضايي اصلاحاتو د پلان د اجرا په هکله د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کابینې اقداماتو زمونږ په کړچار باندې منفي اغیز کړی دی په دې ډول چې څلوراتیا فیصده پانګوالو ټینګار کړی دی چې دغو منفي اغیزونو د دوې پانګه اچونکي شرکتونه هم ښکیل کړي دي.
د اسټارټ اپ د موسسې اجرايي مشر اوی حسون وویل له نیواکي ټاټوبو څځه د پیسو د ایستلو دغه بهیر په تیرو دریو میاشتو کښې ډیر زیات شوی دی.