د سوریې په پلازمینې په حسیني ماتموالو ترهګریز برید شوی
Jul 28, 2023 10:07 Asia/Kabul
په دمشق کې د زینبیې په سیمه کې چاودنې د امله له ۳۰ زیات کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
د سوریې حکومت اعلام وکړ چي د زینبیې په سیمه کې د ترهګریزې چاودنې د امله ۶ کسان شهیدان او ۲۹ تنه ټپیان شوي دي.
د ایرنا له راپور سره سم، لومړي چاودنه د دمشق په زینبیې کې د ابالفضل العباس له مرکز سره نژدې شوې او دوهمه چاودنه بیا د ابوعجیب له مرکز سره شوې ده.
دغو چاودنو کې د حضرت امام حسین علیه السلام ماتموال په نښه شوې دي.
همدارنګه د سوریې امنیتي ځواکونو د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها له زیارت سره، یو ځانمرګی بریدګر له چاودېدو مخکې نیولی دی.
ټیګونه