د اسرائیلو وسیدونکي د دغه رژیم نابودۍ احساسوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136412-د_اسرائیلو_وسیدونکي_د_دغه_رژیم_نابودۍ_احساسوي
المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د بهرنیو اړیکو مسوول عمار الموسوي وویل د نیواکي فلسطین وسیدونکي د صهیونیسټ رژیم له مینځه تلل احساسوي.
(last modified 2023-07-30T21:29:27+00:00 )
Jul 31, 2023 01:55 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو وسیدونکي د دغه رژیم نابودۍ احساسوي

المیادین ټيلي ويژن راپور راکړی د لبنان د حزب الله غورځنګ د بهرنیو اړیکو مسوول عمار الموسوي وویل د نیواکي فلسطین وسیدونکي د صهیونیسټ رژیم له مینځه تلل احساسوي.

تیره میاشت د صهیونیسټ رژيم پوځ او کابینې په دغه ادعا سره چې د لبنان حزب الله غورځنګ د سرحد ورهاخوا او د نیواکي فلسطین دننه دوې(۲) خیمې لګولي دي په سرحدي سیمه کښې د تاوتریخوالي د رامینځته کولو اقدام وکړ او له دې سره په یووخت یې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې حزب الله غورځنګ د دغو خیمو لیرې کولو ته مجاب کړي خو د لبنان حزب الله غورځنګ ورته مقاومت وښود.

د لبنان د حزب الله غورځنګ چارواکو وویل چې دغه خیمې د لبنان د خاورې دننه لګول شوي دي او اسرائیل د اعتراض کولو هیڅ حق نلري.

د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د نړیوالو او د عربي اړیکو مسوول عمار الموسوي د ملي عربي کنګرې په کلنۍ غونډې کښې چې پرون او نن په بیروت کښې د ترسره کیدا په حال کښې ده وویل مقاومت د اسلامي امت په تیره بیا د فلسطین د امت د له لاسه تللیو حقوقو د بیرته ترلاسه کولو یوازنۍ لاره ده.

هغه دغه راز د صهیونیسټ رژيم کورني کړکیچ ته اشاره وکړه او هغه یې د دغه رژیم د لړزانده موجودیت بله نښه وبلله او ویې ویل د نیواکي فلسطین وسیدونکي هم د دغه رژیم نابودۍ احساسوي.

د لبنان د حزب الله غورځنګ دغه چارواکي عمار الموسوي وویل په نړۍ کښې د امریکا رول په ځوړتیا دی او په دې مینځ ومان کښې له دغه ښکارندې سره د مقابلې لپاره ناوړه هڅې په نړۍ کښې د جنګونو د رامینځته کولو ، د لوږې او د خواړو د کړکیچ د تپلو له لارې ترسره کیږي چې باید ورسره مقابله وکړو.