په میانمار کې د اضطراري حالاتو د مودې غځېدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136496-په_میانمار_کې_د_اضطراري_حالاتو_د_مودې_غځېدا
د میانمار حکومتي شورا په دغه هیواد کې د اضطراري حالاتو موده د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ.
(last modified 2023-08-01T07:08:13+00:00 )
Aug 01, 2023 11:37 Asia/Kabul
  • په میانمار کې د اضطراري حالاتو د مودې غځېدا

د میانمار حکومتي شورا په دغه هیواد کې د اضطراري حالاتو موده د شپږو میاشتو لپاره تمدید کړ.

د میانمار فوځ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په ټاکنو کې د درغلی په پلمې سره، کودتا وکړه او د اضطراري حالاتو د برقرارېدو اعلان وکړ، له هغه وخته راهیسې فوځیانو له ولسي پاڅونونو سره د مقابلې لپاره په زرګونه کسان یې  وژلي او ټپي کړي دي.

د ایرنا له راپور سره سم، په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د میانمار د فوځ له لورې د تیار شوی اساسي قانون له مخې، د اضطراري حالاتو له لغوه کېدو نه وروسته، باید په ۶ میاشتو کې دننه ټاکنې تر سره شي او فوځ له حکومتي واکه لیري شي.

د میانمار کودتاچیانو له دې مخکې د اګوست په میاشته کې د ټاکنو د تر سره کېدو ژمنه کړې وه لیکن اوس د اضطراري حالاتو د مودې په غځولو سره، د ټاکنو مخنیوی کړی دی.

په میانمار کې د فوځي شورا مشر مین آنګ هلاینګ ویلي چي فوځ لا د دې هیواد په ټولو سیمو واکمن شوي نه دي او لا هم ځینو سیمو کې چاودنې او نښتې رامینځ ته کیږي چي د امله د خلګو عام ژوند ګډوډ شوی دی.