Aug 13, 2023 10:43 Asia/Kabul
  •  امریکا د سوریې د هوايي حریم خلاف ورزیانې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې مرکز د امریکا د ائتلاف لخوا د دمشق د هوايي حریم د خلاف ورزۍ خبر ورکړ.

د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر میاشت کښې په سوریې کښې د امریکا د پوځي مټ په توګه د داعش ډلې په ماتي خوړلو سره د امریکا ځواکونه نیغ په نیغه د دغه ډلې ځاې ناستي شوي دي.

د امریکا پوځیان دوې ته اړونده د سوریې له کرد ډيموکراټیکو ځواکونو(قسد) سره کلونه کلونه کیږي چې په غیر قانوني ډول د سوریې په شمال او شمال ختیځ کښې شتون لري او د سوریې د شتمنیو او د تیلو د سرچینو په چورتالان کولو سره د دغو سیمو د وسیدونکو پرضد جنایتونه ترسره کوي.

په سوریې کښې د روسیې د پخلاینې د مرکز مرستیال «وادیم کولیت» وویل په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د امریکا د ائتلاف هوايي ځواک د بې پایلوټه الوتکو په نا غږمله الوتونو سره څوارلس ځله د سوریې په فضا کښې د جنګ د مخنیوي د پروټوکولونو خلاف ورزۍ وکړه.

هغه وویل د امریکا ائتلاف هماغه راز د سوریې په فضا کښې د خطرناکو موقعیتونو  رامینځته کولو ته دوام ورکوي او د سوریې د هوايي حریم د خلاف ورزۍ کولو په لړ کښې د جنګ د ختمولو د پروټوکولونو پرخلاف الوتونه کوي.

 

ټیګونه