Aug 17, 2023 10:46 Asia/Kabul
  • د امریکا پوځيانو د سوریې د تیلو ټانکرونه غلا کړل

سانا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا نیواکګرو پوځیانو د سوریې د تیلو څلویښت ټانکرونه غلا کړي او عراق ته یې انتقال کړي دي.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په سوریې کښې د امریکا د پوځیانو د غیر قانوني اقداماتو او د نیواکګرۍ په دوام کښې هغوې یوځل بیا د دمشق زیات تیل چورتالان کړل.

بیګا شپه خبرو سرچینو راپور ورکړ چې د امریکا نیواکګرو پوځيانو د سوریې د تیلو څو ټانکرونه غلا کړل او عراق ته یې انتقال کړل.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد مخکې ویلي وو له دوه زره یولسم میلادي کال څخه تر تیر میلادي کال پورې د امریکا او د نړیوال ائتلاف د نیواکګرو عسکرو لخوا د هیواد د تیلو او د ګازو برخو ته رسیدلي تاوانونه څه  د پاسه یوسل اوه(۱۰۷) میلیارډه ډالره دي او دمشق د دغو تاوانونو د ګرمې د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د امریکا نیواکګر پوځیان په غیر قانوني ډول د سوریې د دیرالزور، الحسکه  او رقه ولایتونو په شمال او شمال ختیځ کښې یوشمیر سیمې  چې د هیواد د تیلو او د ګازو تر ټولو  ستر میدانونه پکښې تر خپل نیواک لاندې ساتلي دي.

د سوریې حکومت په ځلونو د بیلابیلو رسمي لارو په وسیله په خپل هیواد کښې د امریکا د پوځيانو شتون نیواکګرۍ او د سوریې د تیلو په ښکاره ډول د غلا کولو په هدف سره حکومتي غلا کول بللی دی.

 

ټیګونه