ملګروملتونو د یمن د کړکیچ د حل غوښتنه وکړه
فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي «هانس ګرانډبرګ» د کړکیچ د حل کولو لپاره د حل لارې د موندلو لپاره په یمن کښې د دواړو ښکیلو لورو د چمتووالي خبر ورکړ.
هغه د حل لارې د موندلو لپاره په یمن کښې د دواړو ښکیلو لورو چمتووالي ته په اشارې سره ټینګار وکړ د چمتووالي دغه اعلان باید عینیت پیدا کړي او دواړه ښکیلې لورې د خبرو اترو له کانالونو استفاده وکړي.
ګرانډبرګ وویل په یمن کښې د سیاسي بهیر پیلیدل د پخلاینې لپاره لاره هواروي.
د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي هانس ګرانډ برګ زیاته کړه زما دفتر ښکیل لوري په یمن کښې د جنګ د پایدار حل لپاره په ځینو سمدستي لومړیتوبونو باندې د غور لپاره یوې غونډې ته وربولي.
د تیرې اپریل میاشتې په اتمه نیټه هم د سعودي عربستان او د عمان پلاویو صنعا ته په سفر سره د یمن د ملي ژغورنې د حکومت له چارواکو سره کتنه کړي وه او په یمن کښې د سولې د ټینګولو او د اوربند د تمدیدولو د لارو چارو په هکله یې ورسره خبرې کړي وې.
سعودي عربستان د یوه عربي ائتلاف په مشرۍ او د امریکا په حکم او ملاتړ او د ملګروملتونو په پلویتوب سره د دیارلس سوه څلورنویم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په شپږمې نیټې راهسې واک ته د یمن د استعفا شوي ولسمشر د بیرته د ستنولو د هڅې په لړ کښې د یمن پرضد پوځي تیریو او له سمندر ، فضا او ځمکې څخه کلابندیو ته دوام ورکړی دی.
دغه پوځي تیري د سعودي عربستان هیڅ هدف نه دی محقق کړی بلکې یوازې د یمن د زرګونو کسانو د وژل کیدا او ژوبلیدا او په میلیونو کسانو د کډوالیدا او د هیواد د بیخ بنایانو د تباه کیدا او د نیستۍ او د لوږې د ډیریدا او د ساري ناروغیو د زیاتیدا سبب شوي دي.