د اسرائیلو خلک اوسنی حکومت ډیر خطرناک ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137328-د_اسرائیلو_خلک_اوسنی_حکومت_ډیر_خطرناک_ګڼي
د فلسطین «وفا» خبري اژانس راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم د رسنیو لخوا د نویو نظر سنجیو نتیجه د دې ښودنه کوي چې د نیواکي ټاټوبو اته اتیا فیصده خلک باوري دي چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابنیه د دوې ژوند ته تاوان رسوي.
(last modified 2023-08-19T02:56:21+00:00 )
Aug 19, 2023 07:11 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو  خلک اوسنی حکومت ډیر خطرناک ګڼي

د فلسطین «وفا» خبري اژانس راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم د رسنیو لخوا د نویو نظر سنجیو نتیجه د دې ښودنه کوي چې د نیواکي ټاټوبو اته اتیا فیصده خلک باوري دي چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابنیه د دوې ژوند ته تاوان رسوي.

د دغه نظر سنجې پراساس چې نتیجې یې د نیواکي ټاټوبو په «معاریو» ورځپاڼې کښې خپرې شوي دي د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند به د انتخاباتو د ترسره کیدا په بڼه کښې د صهیونیسټ رژیم د پارلمان کنسټ اتویشت څوکۍ وګټي.

په داسې حال کښې چې د نتانیاهو د اوسني حکومت د مخالفانو  د یوه مشر او د جنګ د پخواني وزیر بني ګانټس په مشرۍ ملي کیمپ ګوند به د دوو څوکیو په زیاتیدا سره د پارلمان یویشت څوکۍ ترلاسه کړي.

د اسرائیلو د پخواني لومړي وزیر او د حکومت د مخالفانو د مشر یائیر لاپید په مشرۍ یش عتیدا «راتلونکی شته» ګوند به خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي او د تیرې اونۍ په نظر سنجۍ کښې د څوکیو شمیر یې له شپاړسو څخه پینځلسو ته راکم شوی او دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم له اوسني حکومت او لیکوډ ګوند سره د اوسني ائتلافي ګوند د «اریه درعي» په مشرۍ شاس ګوند د څوکیو شمیر چې اخیستل شوی ګوند ګڼل کیږي زیات شوی او له نهو څخه لسو ته رسیدلی دی.