د اسرائیلو خلک اوسنی حکومت ډیر خطرناک ګڼي
د فلسطین «وفا» خبري اژانس راپور ورکړی د صهیونیسټ رژیم د رسنیو لخوا د نویو نظر سنجیو نتیجه د دې ښودنه کوي چې د نیواکي ټاټوبو اته اتیا فیصده خلک باوري دي چې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو کابنیه د دوې ژوند ته تاوان رسوي.
د دغه نظر سنجې پراساس چې نتیجې یې د نیواکي ټاټوبو په «معاریو» ورځپاڼې کښې خپرې شوي دي د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په مشرۍ لیکوډ ګوند به د انتخاباتو د ترسره کیدا په بڼه کښې د صهیونیسټ رژیم د پارلمان کنسټ اتویشت څوکۍ وګټي.
په داسې حال کښې چې د نتانیاهو د اوسني حکومت د مخالفانو د یوه مشر او د جنګ د پخواني وزیر بني ګانټس په مشرۍ ملي کیمپ ګوند به د دوو څوکیو په زیاتیدا سره د پارلمان یویشت څوکۍ ترلاسه کړي.
د اسرائیلو د پخواني لومړي وزیر او د حکومت د مخالفانو د مشر یائیر لاپید په مشرۍ یش عتیدا «راتلونکی شته» ګوند به خپلې څوکۍ له لاسه ورکړي او د تیرې اونۍ په نظر سنجۍ کښې د څوکیو شمیر یې له شپاړسو څخه پینځلسو ته راکم شوی او دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم له اوسني حکومت او لیکوډ ګوند سره د اوسني ائتلافي ګوند د «اریه درعي» په مشرۍ شاس ګوند د څوکیو شمیر چې اخیستل شوی ګوند ګڼل کیږي زیات شوی او له نهو څخه لسو ته رسیدلی دی.