Aug 21, 2023 06:26 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځیانو د امریکا عسکر شاتګ ته مجبوره کړل

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یو پوځي کاروان چې د سوریې یوه کلي ته د ورننوتلو اراده یې لرله د دمشق د پوځيانو تر دباونو شاتګ ته مجبوره شو.

د امریکا نیواکګرو پوځیانو چې څو کاله کیږي د سوریې د تیلو په غلا کولو بوخت دي له تیرو څو میاشتو راهسې د سوریې په ختیځ او شمال ختیځ کښې خپلو اډو ته ډیر مهمات او تجهیزات استولي دي او له خپلو ځواکونو یې غوښتي دي له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د تیارسي په حالت کښې ووسي.

د سوریې عسکرو د امریکا د پوځیانو یو کاروان چې څلور زغرګاډي پکښې شامل و او د دوو اپاچي هیلي کوپټرونو لخوا بدرګه کیدل د حسکه ولایت په خوا کښې په تل الذهب کلي کښې ودرول او هغه یې شاتګ ته مجبوره کړل.

په تیرو څو اونیو کښې د سوریې په ختیځ کښې د امریکا په مرکزونو باندې کابو درې ځله راکټي بریدونه شوي دي او د سوریې په ختیځې سیمې کښې د ولسي مقاومت ډلې  په نوم یوې ډلې د دغو بریدونو  مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

 

ټیګونه