امریکایي ځواکونو ته د عراق د حزب الله خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137556-امریکایي_ځواکونو_ته_د_عراق_د_حزب_الله_خبرداری
د عراق حزب الله امریکایي فوځیانو ته په خبرداری کې ویلي چي په عراق کې د امریکایانو طرحې او پروژې د ټولې سیمې امنیت له مینځه وړي.
(last modified 2023-08-24T08:45:13+00:00 )
Aug 24, 2023 13:13 Asia/Kabul
  • امریکایي ځواکونو ته د عراق د حزب الله خبرداری

د عراق حزب الله امریکایي فوځیانو ته په خبرداری کې ویلي چي په عراق کې د امریکایانو طرحې او پروژې د ټولې سیمې امنیت له مینځه وړي.

امریکایانو له ۲۰۰۳ میلادي کال له داعش سره د مبارزې په پلمې سره، عراق اشغال کړ، د بغداد له لورې د داعش له ماتې وروسته، د عراق ولس او حکومت د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار وکړ لیکن امریکایانو لاهم په عراق کې خپلې پښې ټینګې کړي دي.

د ایرنا له راپور سره سمو په عراق کې د حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو وروستیو فعالیتونو ته په اشارې سره، اعلان وکړ: د عراق په ځینو ښارونو کې د امریکایي ځواکونو د کاروانونو زیاتوالې ښیي چي امریکا لاهم غواړي په عراق کې خپل جنګي ځواکونه وساتي.

په اعلامیه کې راغلې: امریکایي ځواکونه مو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له ماتې سره مخ کړ، اوس هم د امریکایي ځواکونو شمېر او تجهیزات له هغه وخت نه کم دی، خو مقاومت د هغه وخت په پرتله اوس ډېر پیاوړی شوی دی.

د عراق حزب الله په خپله اعلامیه کې په ټینګار سره ویلي: امریکایان دې پوه شي چي فوځې مانورې او ګښتونه یې کارنده نه دي او که مقاومت د مبارزې پرېکړه وکړي، نو امریکا به له ټولې سیمې وشړي.

په عراق کې په دې وروستیو کې د امریکایانو د فوځي خوځښتونو په زیاتوالې سره، د خلګو اندېښنې زیاتې شوي دي، دا په داسي حال کې دی چي د عراق پارلمان د امریکایې ځواکونو د وتلو د ضرورت پرېکړه لیک تصویب کړی دی.