بریتانیا د یمن په ختیځ کښې پوځي اډه جوړوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن خبرو سرچینو په ختیځ کښې په حضر موت ولایت کښې د یوې پوځي اډې د جوړولو لپاره د انګلستان د ځانګړیو ځواکونو د اقدام خبر ورکړ.
خبري راپورونه وايي د انګلستان ځانګړي ځواکونه په یمن کښې د داخلي ګوډاګیانو عناصرو په ملاتړ سره په حضر موت ولایت کښې دیره شوي دي.
دغه راپورونه زیاتوي د بریتانیا ځانګړي ځواکونه د متحده عربي اماراتو په ملاتړ سره د یمن په ختیځ کښې په حضر موت ولایت کښې د یمن د ښاریزو د کرهڼې په سیمو کښې هستوګن شوي دي.
خبرو سرچینو وویل د انګلستان د ځانګړیو ځواکونو یوه ډله په پټ ډول د یمن حضرموت ولایت ته له ورتلو وروسته د متحده عربي اماراتو په ملاتړ سره په «غیل باوزیر» سیمه کښې د الشین سیمې د کرهڼې ځمکو ته انتقال شوي ده.
دغو سرچینو ټینګار وکړ چې د بریتانیا ځانګړیو ځواکونو د پوځي اډې د جوړولو لپاره د کرهڼې یوه سیمه خوښه کړي ده خو ځايي خلکو وروسره مخالفت کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې په یمن کښې د خارجي عسکرو د شتون په هکله راپورنه خپریږي له دې مخکې د یمن د المهره د والي ځاې ناستي« بدرکلشات» ویلي وو چې د امریکا او د بریتانیا پوځيان د المهره ولایت په الغیضه هوايي ډګر کښې شتون لري.
په یمن کښې د امریکا سفیر هم په پټ ډول د یمن په ختیځ کښې المهره ولایت ته ځي راځي.