یمن کښې غنچه ایزو بمونو ۳۷ تنه ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i137958-یمن_کښې_غنچه_ایزو_بمونو_۳۷_تنه_ووژل
د یمن په ماین پاکۍ باندې د څارنې مرکز پّ یو رپوټ کښې وویل چې په تیره میلادي میاشته کښې د ۱۲ ماشومانو په شمول ۳۷ تنه ملکي وګړي، په دې هیواد باندې له تیري څخه د پاتې غنچه ایزو بمونو په وجه مړه شوي دي.
(last modified 2023-09-02T23:27:32+00:00 )
Sep 03, 2023 03:54 Asia/Kabul
  • یمن کښې غنچه ایزو بمونو ۳۷ تنه ووژل

د یمن په ماین پاکۍ باندې د څارنې مرکز پّ یو رپوټ کښې وویل چې په تیره میلادي میاشته کښې د ۱۲ ماشومانو په شمول ۳۷ تنه ملکي وګړي، په دې هیواد باندې له تیري څخه د پاتې غنچه ایزو بمونو په وجه مړه شوي دي.

د یمن په ماین پاکۍ باندې د څارنې مرکز پّ یو رپوټ کښې وویل چې په تیره میلادي میاشته کښې د ۱۲ ماشومانو په شمول ۳۷ تنه ملکي وګړي، په دې هیواد باندې له تیري څخه د پاتې غنچه ایزو بمونو په وجه مړه شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، په یمن باندې له تیري څخه د پاتې غنچه ایزو بمونو د چاودنې له امله د مرګ ژوبلې دوام په داسې حال کښې دی چې د دغه هیواد په ماین پاکۍ باندې د څارنې مرکز، پرله پسې په دویمه میاشت هم د ماین پاکۍ د عملیاتو لپاره د ملګرو ملتو د مالي مرستې د بند پاتې کیدو څخه خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه مرکز ټینګار کړی چې د موجوده حالت دوام به د یمن د ډیرو خلکو په تیره بیا د ماشومانو د معلولیت سبب شي.

د یمن د ماین پاکۍ په کار بندې د څار مرکز له دې مخکښې هم رپورټ ورکړی و چې په تیره ۲۰۲۲ میلادي کال کښې په دغه هیواد کښې د ماینونو او غنچه ایزو بمونو د چاودیدو له امله ۷۳۴ کسان مړه او ژوبل شوي دي.