د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې د امریکې په حکم کمیږي
د یمن د عالي سیاسي شورا غړي وویل: امریکا په یمن کښې د ملګرو ملتو د مرستو د کمیدو عامله ده.
د المسیره د خبر له مخې، د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي په مینځني ختیځ او د افریقې په شمال کښې د خوړو د نړیوال پورګرام د سیمه ایز مدیر کورین فلاشر سره په کتنه کښې وویل: له یمن سره د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو د کمیدو فیصله یوه سیاسي فیصله ده او د امریکې د حکومت په حکم ترسره کیږي.
هغه د دې پریکړې وخت ته په اشارې سره هم څرګنده کړه: په یمن باندې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستې په داسې حال کښ کمې شوې دي چې د جنګ او اقتصادي محاصرې له امله د یمن د ولس کړاونه له تیرو نهو کلونو راهیسې دوام لري.
الحوثي د یمن په سیاسي کړکیچ کښې د ملګرو ملتو لارې چارې ته په اشارې سره زیاته کړه: د ملګرو ملتو عملي سازوکار، د یمن د انساني کړکیچ په هواري کښې چې په نړۍ کښې ترټولو ستر انساني کړکیچ ګڼل کیږي، د دغه سازمان ناکارنده والی ثابت کړی دی.
د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي د یمن د انساني او معیشتي کړکیچونو بشپړ مسئولیت د امریکايي-سعودي تیري ګر ائتلاف په غاړه وباله.