پر صهیونیسټ رژيم د امریکا د شرط بندۍ نتیجه ناکامي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i138100-پر_صهیونیسټ_رژيم_د_امریکا_د_شرط_بندۍ_نتیجه_ناکامي_ده
د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ د شرعي پلاوی مشر ووئیل،پر صهیونیسټي رژيم د امریکا د شرط بندۍ نتیجه له بشپړ ناکامۍ پرته بل هیڅ نه ده ،ځکه دغه جنایتکار رژيم مخ ځوړتیا اونابودۍ دی.
(last modified 2023-09-05T21:48:09+00:00 )
Sep 05, 2023 10:56 Asia/Kabul
  • پر صهیونیسټ رژيم د امریکا د شرط بندۍ نتیجه ناکامي ده

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ د شرعي پلاوی مشر ووئیل،پر صهیونیسټي رژيم د امریکا د شرط بندۍ نتیجه له بشپړ ناکامۍ پرته بل هیڅ نه ده ،ځکه دغه جنایتکار رژيم مخ ځوړتیا اونابودۍ دی.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، شیخ محمد یزبک پرون ناوخته په یولړ څرګندون وکې ووئيل،  حزب ا... ولسی غورځنګ د حضرت امام حسین علیه السلام لاره ځان ته بیلګه ګرځولې ده او  دحضرت امام خمیني او امام خامنه اي په لاره حرکت کوي.

یزبک ووئيل، دغه وینې توانیدلي دي ، د داعش او نورو وحشي ترهه ګرو  له منګولو  دعرسال لوړې پاکې دي ،څو لبنان  اوس مهال په امنیت کې ژوند وکړي.

د حزب ا... غورځنګ دغه مسئول مقام  ووئیل، د صهیونیسټي رژیم او د ترهه ګرو له سپیرو  منګولو  د لبنان د پاکولو هیله مو پوره کړې ده او لبنان به په هغو اتلوالو مټونو سره  چې له آزادۍ سرلوړۍ او عزت پرته بله  موخه نه لري.

هغې په دوام کې   په سویډ کې د بیان د آزادۍ په پلمه او ددغه هیواد د حکومت په ملاتړ سره د سپکو او وحشي کسانو په لاس د قرآن کریم سپکاویو ته په اشارې سره  زیاته کړې ده ،تر هغه  وخته چې  په دغه امت کې  قرباني ورکونکي  مجاهدین موجود وي،  اسلام او قرآن ته هیڅ تاوان نشي رسولی  .