المقداد:
د عربی هیوادونو ملی امنیت د وېشلو وړ نه دی
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیانولو چي د عربي هیوادونو ملي امنیت له یو بل سره تړلي او د وېشلو وړ نه دی، ټینګار وکړ چي د لوېدیځوالو له ګواښونو سره، مقابله د عربو هیوادونو ګډو اقداماتو ته ضرورت لري.
د سوریې د دولتي رسنۍ سانا له راپور سره سم، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل المقداد په مصر کې د عربي اتحادیې د شورا په غونډه کې وویل: د عربو هیوادونو په وړاندې ننګونې، منجمله د هغوی په کورنیو چارو کې د بهرنیانو لاسوهنې، فوځي بریدونه، د بهرنیانو له لورې د عربو هیوادونو د ځمکو لاندې کول، ټروریزم، بې وزلي او ورته نورو ستونزو سره د مقابلې لپاره عربي هیوادونه باید ګډو اقداماتو ته لاس پوري کړي.
المقداد زیاته کړه: سوریه، د خپلې واکمنۍ، خپلواکۍ، وحدت، ځمکنۍ بشپړتیا او د لاسوهنې په وړاندې مقابلې ته ژمنه ده او په دې زمینه کې د عربي اتحادیې د شورا له کمیټې سره همکاري کوي.
د سوریې خارجه وزیر جوته کړه: مونږ د سوریې له ولس څخه په ملاتړ کې او د جنګ په پایلو د بریا او د سوریې د نیول شویو سیمو په خوشي کولو د عربي هیوادونو د ورورولی رول ته اهمیت ورکوو او تاکید باندې کوو.
د سوریې بحران په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د امریکې په ملاتړ د ترهګرو په پراخ یرغل سره پیل شو، څو د اسرائیل د رژیم په ګټه سیمه ایزو انډولونو کې بدلون راشي. خو د سوریې فوځ د ایران او روسیې په ملاتړ داعش ته ماته ورکړه او د امریکا دسیسه یې شنډه کړه.