د اردن پارلمان:
د اسرائیل د رژیم سفیر دې له اردنه ووځي
د اردن د پارلمان ۵۹ استازو د فلسطین په الخلیل ښار کې د صهیونیستي فوځیانو له لورې د یو شمېر فلسطیني مېرمنو د جامو د ایستلو په غبرګون کې، له اردن څخه د دې رژیم د سفیر د شړلو غوښتونکي شول.
د سې شنبې په ورځ د اسرائیل د رژیم دوو فوځیانو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د الخلیل په سیمه کې پنځه فلسطیني ښځو نه جامې وایستلې او په سپي باندې تلاشي کړ.
د اردن د پارلمان استازو د دې هیواد له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي ژر تر ژره دې د اسرائیل د منحوس رژیم سفیر پسي واخلي.
د اردن د پارلمان استازو اعلان وکړ چي فلسطیني مېرمنې هم د دوی ناموس بلل کیږي او د اردنیانو سره کرښه ده او د هغوی هر ډول سپکاوی به له سخت غبرګون سره مخ شي او مونږ تیار یو چي له خپل ناموس څخه دفاع وکړو.
فلسطیني ډلو د صهیونیستي رژیم د فوځیانو دغه اقدام نه منونکي بللي او د ګرمو فوځیانو د سزا ورکولو غوښتنه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي چي د یادې پېښې په هکله به پوره پلټنې وشي خو فلسطیني ډلې وایي چي د ملګرو ملتونو اداره له معمول سره سم، یوازې د پېښو په هکله د پلټنو غوښتنه کوي اوبیا یې هیروي.