اسرائیل په فلسطیني بندیانو د دباو د زیاتولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فلسطیني بندیانو د دباو لپاره د صهیونیسټ رژیم د کورني امنیت د وزیر ایتمار بن ګویر پلان د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د کابینې د غړیو له مخالفت سره مخامخ شو.
په فلسطیني بندیانو باندې د دباونو د زیاتولو لپاره د کورني امنیت د وزیر ایتمار بن ګویر په پلان باندې د غور لپاره پرونۍ غونډه د صهیونیسټ رژیم د پوځ د لوی درستیز هرتزي هالوی او د ایتمار بن ګویر په ژبنې شخړې بدله شوه.
د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په دغه غونډه کښې د فلسطینیانو د سخت غبرګون له ویرې څخه د ایتمار بن ګویر د پلان په هکله فیصله د صهیونیسټانو له اخترونو وروسته وخت ته وځنډوله.
د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز هرتزی هالوی په دغه غونډې کښې د دغه رژیم د کورني امنیت په وزیر ایتمار بن ګویر باندې نیوکې سره وویل د اسرائیلو ژوند د ستا له پلان څخه مهم دی.
د بنیامین نتانیاهو د ښي پالې سرزوري ائتلافي کابینې او د ایتمار بن ګویر په شان د سرزورو وزیرانو واک ته له رسیدا وروسته د صهیونیسټ رژیم په زندانونو کښې د فلسطین د بندیانو شرایط سخت شوي دي.
د ایتمار بن ګویر فیصلې تراوسه څو ځله د صهیونیسټ رژیم د وزیرانو او د امنیتي ادارو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کیدا سبب شوي دي.