د پاکستان او عربستان ګډه سمندري مانوره روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i138390-د_پاکستان_او_عربستان_ګډه_سمندري_مانوره_روانه_ده
د پاکستان او عرستان ګډ سمندري مشقونه د ریاض په کوربه توب روان دي
(last modified 2023-09-11T23:43:43+00:00 )
Sep 12, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان او عربستان ګډه سمندري مانوره روانه ده

د پاکستان او عرستان ګډ سمندري مشقونه د ریاض په کوربه توب روان دي

د اسلام آباد چاپ «نوای وقت» ورځپاڼې په لیکنه د پاکستان د سمندري ځواک په بیړه کښې د "سیف"، "همت"، "دهشت" او "محافظ"  په نومونو څلور سترې بیړۍ شاملې دي چې د عربستان له سمندري ځواکونو سره ګډ پوځي مشقونه ترسره کوي.

د دغې سمندري مانورۍ د ترسره کولو موخه چې د "نسیم البحر څوارلسم" په نامه د عربستان په الجبیل کښې روانه ده، د پاکستان او عربستان د ځانګړو او سمندري ځواکونو ترمینځ د عملیاتي ملګرتیاؤ د وړتیا زیاتول او د دوه اړخیزو اړیکو پياوړې کول اعلان شوې ده.

په دې مانوره کښې د دواړو هیوادونو پر سمندري کشتیو، د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو او سمندري ټوپکوالو سربیره، د عربستان د سلطنتي ځواک چورلکې او الوتکې هم شتون لري.