د پاکستان او عربستان ګډه سمندري مانوره روانه ده
Sep 12, 2023 04:07 Asia/Kabul
د پاکستان او عرستان ګډ سمندري مشقونه د ریاض په کوربه توب روان دي
د اسلام آباد چاپ «نوای وقت» ورځپاڼې په لیکنه د پاکستان د سمندري ځواک په بیړه کښې د "سیف"، "همت"، "دهشت" او "محافظ" په نومونو څلور سترې بیړۍ شاملې دي چې د عربستان له سمندري ځواکونو سره ګډ پوځي مشقونه ترسره کوي.
د دغې سمندري مانورۍ د ترسره کولو موخه چې د "نسیم البحر څوارلسم" په نامه د عربستان په الجبیل کښې روانه ده، د پاکستان او عربستان د ځانګړو او سمندري ځواکونو ترمینځ د عملیاتي ملګرتیاؤ د وړتیا زیاتول او د دوه اړخیزو اړیکو پياوړې کول اعلان شوې ده.
په دې مانوره کښې د دواړو هیوادونو پر سمندري کشتیو، د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو او سمندري ټوپکوالو سربیره، د عربستان د سلطنتي ځواک چورلکې او الوتکې هم شتون لري.
ټیګونه